Home خانه

دماشومانو په روزنه کې څو مهم او اړين ټکي

دماشومانو په روزنه کې څو مهم او اړين ټکي

دويمه برخه:

Shir Mohammad Satanekzai 55 200دماشومتوب دوره ډیره شوخه وي، چې په ټولو تیره شوېده، نو ماشومان دساتیريو په مهال شوخي هم کوي، نباید چې خپل ماشومان مو له ساتیريو څخه راوګرځوو، یا ورته لښته په لاس کړو او ویې ډار کړو.  نه پریږدئ، چې هغوی شوخي هم وکړي، خو داسې شوخي نه چې په زیان يې وي. که چیرته له حده زیاته شوخي وکړي، باید ورته سپارښتنه وکړو، چې له شوخۍ لاس واخلي داسې ورته ووایو، چې بچی جانه! ډیره شوخي کولو باندې د ډیرو کسانو پښې اویا لاسونه مات شوي، یا ژوندی مثال ورکړو، چې پلانکي په کوچنیتوب کې ډیره شوخي  کوله نوهغه ده، پښه يې ماته شوې، نو خدای مه کړه چې لاس یا پښه دې  مات نه شي، بیا به ګوډ واوسې.  نوبیا ماشومان خامخا په دې فکر کې کیږي، چې رښتیا هم زما پښه او یا لاس مات نشي او له ډیرې شوخۍ نه لاس اخلي.

ځیني کورنۍ شته چې کله ماشوم يې شوخي وکړي او یا ډیر وژاړي، نو دځناوروحیواناتو نومونه ورته یادوي او په هغه يې ډاروي، نه باید دغه عمل ترسره شي، ځکه چې ماشوم بیا کم جرأته او ډارن  رالویږي  .

ماشوم ته ډیر نازو ورکول هم منفي زیانونه لري، دومره ماشومانو ته ناز ورکړل شي، څو موراو پلار يې پوه شي، چې له دې ډیر ناز ورکولو دماشوم په ژوند کې منفي تاثیرات لیدل کیږي، باید  د ډیر ناز ورکولو ډډه وشي او ترکم اندازه چې لیدل کیږي، ماشومانو ته ناز ورکړو .

کومې جملې چې  مور او پلار د خپلو ماشومانو سره د خبرو کولو لپاره ترې کار اخلي؛ د ماشومانو لپاره خورا ارزښتناکې دي او په نېغه د دوی په تربیت، اند، راتلونکي شخصیت او روان اغېزمن کوي .

نو هڅه وکړئ، له ځینو ناسمو او ناراحت کوونکو جملو له ویلو په کلکه ډډه وکړئ د ماشومانو روزنه ساده کار  نه؛ بلکې زیار او محنت غواړي. تاسو هر یو مکلف یاست، چې خپل ماشومان مو په بشپړ سالم تربیت او منونکي شخصیت ټولنې ته د راتلونکي نسل په حیث وړاندې کړئ. پکار ده، چې د خپلو ماشومانو په وړاندې پخپلو کړنو او خبرو کې له پوره احتیاط کار واخلئ.

کله چې دماشوم  رسمي زده کړې، دښوونځي لړۍ پیل يې ده، کومې لارښوونې چې پورته ذکر شوې، ماشومان به  په ښوونځي کې له ‌ډیرو ستونزو خلاص وي، د زده کړو ترلاسه کولو کې به کومه ستونزه ونه ویني او دښوونځي چاپیریال به ورته آرام او مناسب ځای ښکاره شي، چې بیا به ترلوړو زده کړو پورې هیڅ راز کومې ستونزې  سره مخ نه وي او ټولنې ته به دیو سالم شخص په توګه وړاندې شي. نو دا خبرې له نن څخه په خپلو ماشومانو وارزوئ او له ماشومانو سره مرستې ته دوام ورکړئ، څو دماشوم راتلوونکي روښانه  او ځلانده وواسي.

لیکنه : شيرمحمداميني ستانکزی