Home خانه

محمد (صلی الله علیه وسلم ) دنیکمرغه میلاد په ویاړ؛

محمد (صلی الله علیه وسلم ) دنیکمرغه میلاد په ویاړ؛

Shir Mohammad 2016 200د ربيع الاول دولسمه د اسلام د سترلارښود حضرت محمد (ص) د زوکړې له ورځې سره برابره ده.
دغه  نیکمرغه ورځ هر کال په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې د ختمونو په ترسره کولو سره لمانځل کيږي .
دبشریت ژغورنکي او داسلام سترلارښودحضرت محمد(ص) په ۵۷۱ زيږديز کال د دوشنبې په ورځ د عبدالله بن عبدالمطلب په کور کې وزیږیدل.
حضرت محمد مصطفی (ص) ته څښتن تعالی له بدمرغیو، د ناپوهیو له تیارو د انسان د ژغورلو؛ د اجتماعي عدالت او د انسان د روحي آرامتیا د تامین او د بشر د اخلاقي روزنې ستر رسالت ورسپارلی ؤ .
آنحضرت (ص) دارسالت په کامل امانت او بري سرته ورساوه؛ د دې رسالت د پوره کیدو په لار کې يې هر راز کړاونه او ستونزې په خورا حوصله مندۍ او زغم سره وګالل او بشریت يې د اسلام د مقدس دین په انوارو منورکړ.

 له بعثت نه وړاندې انساني ارزښت خپل مفهوم له لاسه ورکړی  ؤ، دانسان هسکه غاړه به کاڼو،بوټو،لوټو اولرګیو ته ټیټدل . انسان به دڅارویو په څیر دبتانو په دربارکې حلالیدل اوانسان به ژوندي په خاوره خښیدل.

حضرت محمد(ص)هماغسې دانسانیت په اړه دنور د غره په سمڅه کې ناست ؤ، چې د سپیده داغ په مهال ورته دانسانانو د څښتن رب العلمین له خوا دخلاصون پرښته راغله اوهغه ته یې دانسانیت دنجات اولارښوونې ډیوه  په لاس کې ورکړه او ورته ویې ویل: ((دهغه پالوونکي په نامه لوستل پیل کړه، چې داهرڅه یې پیداکړي،انسان یې له یوې ټوټې  وینې پیداکړی، ولوله ستاپالوونکی ډیرمهربانه اوډیرقدرمن دی،هغه ذات دی، چې په قلم سره یې ښوونه وکړه اوانسان ته یې هغه څه ورزده کړل، چې هغه پرې نه پوهیده.))

 نوپه دې توګه حضرت محمد(ص)دکایناتودخالق اومالک له لوري دانسانانودهدایت اولارښوونې لپاره وګمارل شواوپه پیغمبري مبعوث شو.

اسلامي علماءاو د نړۍ ټول اسلام پوهان په دې عقیده دي، چې د نبي کریم (ص) ویاړلی شخصیت د بهترینو صفاتو او عالي خصلتونو څښتن ؤ او د بشریت د لارښوونې په لاره کې يې بې سارې هڅې، ارشادات، خبرې او نظریات یې ستر ارزښت لري .

حضرت محمد مصطفی(ص) د ښو اخلاقو درلودونکی ؤ، تل به یې خلکو ته درناوی کاوه، پر ماشومانو باندې ډېر زیات مهربان ؤ،  له ستونزو او کړاونو څخه یې وېره نه درلوده، هېڅکله یې هم چاسره په کبر او غرور خبرې او رفتار نه کاؤ، نظافت او پاکوالې ته یې خورا زیات اهمیت ورکول او تل به پاک او خوشبویه ګرځېدل علم سره یې زیاته مینه وه او خلک به یې تل د علم د زده کولو لپاره هڅول ښه امانتدار ؤ او امانت کې به یې خیانت نه کول. د درواغو او چل نه به یې پرهېز کول او د پیغمبر (ص) همدا ښه اخلاق د دې سبب شول، چې د اسلام دین پراختیا ومومي او ډیرو خلکو د اسلام دین ته مخه کړه  او مسلمانان شول.

حضرت محمد(ص) په پنځه ويشت کلنۍ کي له بي بي خديجې سره واده وکړ او په څلوېښت کلنۍ کې د لوی او سپيڅلې خدای(ج) له لوري په پيغمبري مبعوث شو او د پيغمبري په ۲۳ کلنه دوره کې قران عظيم الشان پرې نازل شو او د اسلام د خوراوي په موخه يې۳۰ غزاوي او جګړې وکړې او د ۶۳ کلونو په عمر يې له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .

راځئ، چې ددې سترپیغمبرسترپیغام په سراوسترګو ومنو، غاړه ورته کیږدو، خپل ژوندپرې جوړکړواوپه دې توګه خپل ارزښت ترلاسه کړو.

په پای کې د لوی څښتن تعالی دربار ته لاسونه لپه کو،چې الله تعالی دې زموږ دمسلمانانو ټول اعمال، تل پر اسلامي ارکانو، تعالیمو او دحضرت محمد (ص) پر لارښوونو برابر لري او د سرور کاینات د بختور میلاد په فضیلت دې زموږ هېواد له هر ډول بلاو او آفتونو وژغوري او د ګران افغانستان ټول ولس  ته دې الله تعالی توفیق ورکړي، چې خلکو ته د خدمت له لارې خپل هېواد سمسور اوښیرازه کړي.

د میلاد النبي (ص) د نیکمرغه جشن برکت دې تل زموږ ټولو د سر سیوری وي!

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزي