Home خانه

په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه ورځ تربلې زوراخلي

په افغاني ټولنه کې ناوړه دودونه ورځ تربلې زوراخلي

sher20m 20stanekzai 200په افغاني ټولنه کې ناوړه او غیر اسلامي دودونه دومره زوراخیستي، چې بیوزله کورنۍ هم دیو نوي دود په رامنځته کېدوکې برخه اخلي، دغه ناوړه دودونه اوسمهال دافغانستان لرو پرتو سیمو ته هم  رسېدلي دي.

ډېری وګړي دخوښیو په محفلونو کې یاد دودونه ترسره کوي، پدې هم پوهېږي، چې داسلام له نظره ناوړه کړنې ناروا او د ډېرو بې ځایه لګښتونو لګول  اسراف بلل شوي، خو بیا هم دځینو ناسمو رقابتونو،تربګنیو او د نوم دلوړولو په موخه دغه کړنې ترسره کوي.

اسلام، چې په آسماني ادیانو کې جامع او کامل دین دی، هغه دودونه، یې چې د انساني ټولني بقا پکې نغښتې وي او په ګټه یې وي، تایید کړي دي او پر عملي کولو یې ټینګار کړې. د بېلګې په توګه واده کول د ټولو انسانانو لپاره يو نېک تړون بلل کېږي او د انسانانو د ژوند د نېکمرغۍ يو لامل دی، چې انساني ژوند ته بقا ورکوي. خو په هغه صورت کې چې د اسلامي قوانینو پر بڼست باید پلي شي.

 اقتصادي کارپوهان په دې اند دي؛ که چېرې په هېواد کې ولسونه د زیاتو بې ځایو مصرفونو او بې دلیلو فرهنګونو څخه ګټه وانه خلي، نو د ډېرو افغانانو اقتصادي وضعیت کې پرمختیا او د یوکال په کورني لګښتونو کې کره بسنه کېدای شي.

له بل پلوه دیني عالمان هم په ډېریو مجلسونو،  محفلونو او آن په رسنیو کې په کراتو کراتو دا ویلي چې اسلام دهغه څه مخنیوی کوي، چې بې ګټې او دخلکو په تاوان تمام شي .

نو څرنګه چې موږ مسلمانان په دې باوري یو، چې هرهغه عمل  کومه شرعي ضیغه ونه لري، نو بیا کارول يې دځان هلاکول او یا داچې ګټه ترلاسه کړي، په آخرت کې ددغو ناوړو کړنو پوښتنه ورڅخه کېدونکي ده .

سره له دغو ناوړو عملونو چې دهېواد په ټولو ولایتونو کې په بېلابېلو بڼو ترسره کېږي، خو بیا هم دقومي شوراګانو لخوا ورباندې بندیزونه لګول شوي، خو ډېر کم وخت دعمل جامه اغوندي، وروسته بیا هماغه زړه په زړه خبره ده،ولې غوڅ بندیز  پرې نه عملي کیږي، څو دهر ټبر وګړي د دغو ناشونو  عملونو څخه لاس واخلي .

دنافرهنګو کړنو بندیز دحکومت اویا دقومي مشرانو لخوا درې ګټې ولسونو ته رسېږي. لومړی داچې ولسونه دخپل کورنۍ دسمبالښت په موخه  پیسې سپما کوي.

دویم دشریعت احکاموباندې ځان برابر وي او  درېیم د کلیو په کچه دنوم دلوړوالي او دتربګنیتونو ځای به د یووالي لاره غوره کړي او دبې اتفاقۍ او دښمنۍ څخه په امن کې وي. افغانستان یو له هغو بې وزلو هېوادونو څخه دی، چې اقتصادي اړتیاوې يې لــه  بهرنیو ملـکونو څخه پوره کېږي. همدارنګه دامنیتي وضعیت له پلوه دهېواد په دننه کې دکار اوبار نشتون له امله ډېري ځوانان بهرنیو ملکونو ته داقتصادي بسیا لپاره تللي، تر څو دیوې مړۍ ډوډۍ څښتنان شي او ځیني خو يې دتللو توان هم نلري، ځکه په هیواد کې د اقتصاد د کچې ټيټوالی او د کار و بار نشتون وګړي له ډېرو اندیښنو سره مخ کړي دي، چې په دې اړه باید دولت افغان وګړوته دامکاناتو دبرابرولوپه موخه هراړخیزاقدام ترلاس لاندې ونیسي .

ولې بیاهم افغانان دخپل سرټمبګۍ نه؛ لاس نه اخلي او دناوړه دودونو په عملي کولو کې له هریوه نه اوچت لاسونه وړي. که دغه دودونه همداسې پراختیا ومومي، نو کېدای شي، چې ډېری خلک به داقتصادي بحران سره مخ کړي .

ناوړه دودونه؛ په وادونو کې د ډېرو لګښتونو، دلوړ  ولور ایښودنه، ورسره په وادونو کې ساز او نڅا لپاره دهنرمندانوغوښتنه، شیرین خوریو کې دناوې کورته د کار داسبابو یو بشپړ سیټ وروړل، دخپلو او خپلوانو څخه د سرو زرو  ګوتې یا لښتیو اخیستل او داسې نورې ناوړه کړنې دي، چې یو کور ودانېږي، ورسره نور سل کورونه ورانېږي .

له ودونو پرته، په ځینو ځایونو کې د مړي کورکې هم داسې کارونه ترسترګو شوي، چې ښځینه وو ته دسخاد ورکولو ترڅنګ، ټکري، آینې او ګمنځې  ورکول کیږي او دخیرات په نوم د ډیریو خلکو بلنه داهغه څه ګڼلای شو، چې په ښکاره ډول خلکو ته ځان ښودنه او داچې یو څوک ثواب ترلاسه کړي، ځان په ګناهونو کې ډوبوي .

دناوړه دودونو نورې بېلګې په یو کور کې د نوي ماشوم زېږېدل، هغه ته د پخوا په څېر چې یوې ناوې لپاره کور وروړل کیده اوس نوي زېږېدلي ماشومانو ته په هماغه اندازه  کور وروړل کېږي . 

په ډېریو ځایونو کې دمختلفو نومونو په ترسره کولو د مېلمستیاو جوړول، دپوهنتنونو څخه فارغیدل هغوی لپاره لمانځ غونډې جوړول او داسې نورې په لسګونو کړنې دي، چې په افغاني ټولنه کې یې دود موندلی.

راځئ چې دناوړه دودونو په ځای داسلام په چوکاټ کې هغه کړنې ترسره کړو، چې نه  به تاوان موږ ته ورسېږي او نه هم خپل افغاني دود له منځه یوسو او په ساتنه او پراختیا کې یې خپل نوي نسل ته هغه څه پرېږدو، چې دوی  په افغاني فرهنګ او کلتور باندې وویاړي او دې سره به مو د خپل هېواد لپاره ستر او مثبت ګامونه پورته کړي وي او د یووالي او هوساینې څلی به مو پورته شي .

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی