Home خانه

دماشومانو په روزنه کې څو مهم او اړین ټکي

دماشومانو په روزنه کې څو مهم او اړین ټکي

لومړۍ برخه : لیکنه شیرمحمدامیني ستانکزی

Shir Mohammad 200دنن ورځې ماشومان که کوچنیان دي، خو دسبا ورځې لویان او د ولسونو دخدمت لپاره خادمان دي، نو خپل ماشومان په کوم ډول وروزو څو دهېواد او دخلکو لپاره رښتیني خدمتګاران واوسي؟ ددې لپاره چې ماشومان مو دراتلونکې لپاره ټولنې ته په سالم ډول وړاندې شي، نو هر مور او پلار مکلف دی، چې دخپلو اولادونو دسالمې روزنې لپاره  زده کړې ورکړي او درسمي زده کړو تر پیل خپل ماشومان دې ته چمتو کړي، چې دښوونځي او آن دپوهنتون زده کړې په سمه توګه ترلاسه کړي .
دماشومانو د روزنې لومړنی پیل دمورغیږه ده، کوم چې دماشوم ذهن او فکر د ودې منظم ماشین په کارپیل او تر بډایتوب پورې کار کولی شي .
ځکه دماشوم ذهن دسپین کاغذ په شان وي، چې په دې کاغذ کې څه ولیکل شي، هغه  دژوند ترپایه پاتي کیږي او ورسره ماشوم په عملي ډول کړنې ترسره کوي .

 نو اړینه يې ګڼو، چې په دغه پړاو کې مور او پلار دخپلو ماشومانو کړنو او خبرو ته ډېره پاملرنه وکړي، څو دهغوی په وده او پراختیا کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورته وشي .

ماشومان پریږدئ، چې هرڅه په خپل طبیعت کوي، دمخنیوي لپاره يې غبرګون مه  ښکاره کوئ، په ډېرې آرامۍ ورته ښې لارښوونې وکړئ، څو دهغه کار یا خبرو کولو نه ډډه وکړي .

که چېرته دماشومانو په کارونو اویاخبرو کې ځان ښکېل  کړئ، نو ماشوم هغه کار یا خبرو ته نورهم دوام ورکوي او په دې سره دماشوم ضدي حس پیاوړې کیږي، نو چې کله لوی شي، ضدي او کینه ګرانسان ورنه جوړېږي .

دماشوم ذهن او فکر دپراختیا په حال کې وي، په دې وخت کې باید ماشوم  په اسلامي، دیني  او شرعي لارو چارو وروزل شي  او په  لومړیو کې یادونه ورته وشي. لکه داسلام پنځه بناوې،  دخدای (ج) پیژندنه، دپیغمبر څلوریارانو نومونه اوداسې نور... غوره داده، چې ماشومان مو کله کله له ځان سره جومات ته بوځئ ،څو دوی په عملي ډول دلمانځه او اوداسه کولو طریقه زده او هم دجومات ملا ورته د لومړي درس بغدادي پاره پیل  کړي .

وروسته بیاهم ددیني موضوعاتو ترڅنګ  دهیواد پالنې په اړه هم لنډ شان ته مالومات ورزده کړل شي، څو په راتلونکې کې دهیواد پر وړاندې ملي شخص واوسي .

خپلو ماشومانو ته دساتیري اړین توکي له بازاره وپیرئ او له هغه توکو ډډه وکړئ، څو دماشوم ذهني پیاوړتیا ورسره نا آشنا وي، لکه: پلاستیکي  ټوپکونه، تمانچې او داسې نور...

ښه داده، چې هغه څیزونه ورته واخلئ،څو دوی هم د ژور فکر کولو له امله  په ځوانۍ کې وهڅیږي او ځان یو موقف  ته ورسوي.

ماشومان مو له کتاب او قلم سره آشناکړئ، څو له کوچنیوالي یې  له علم  سره مینه پیدا شي. ماشومان مو تفریح ځایونو ته له ځان سره کله کله بیايئ، څو دوی دپوښتنو کولو ته مخه  وکړي، کله چې دوی پوښتل چې دا څه ده؟ دڅه لپاره  ده او یانورې ورته پوښتنې کولې نوپه واضح ډول پوښتنې يې ځوابوئ .

دماشومانو مخې ته بدې او سپکې خبرې مه کوئ او نه هم د هغو ی پر  شتون  لفظي اویا فزیکي جګړې وشي، ځکه دوی  فکر کوي، چې همدا خبرې او جنګ کول  به ښه وي، نو اړینه ده، چې دهغوی ترمخ له کورنۍ سره په مینه اومحبت ښه  چار او چلند وشي، تر څو دمینې په فضا کې کوچنیان مو را لوی شي.

زموږ په وروسته پاتې ټولنه کې دغو خبرو زیات رواج موندلی،چې ماشومان مو کله ناکله  ښکنځلو ته هڅوو. ورته وایو چې کاکا ته دې یوه  ښکنځل وکړه او بله ناوړه خبره يې په خوله کې ورکو، دغه کار دماشومانو په روزلو کې لویه جفا شمیرل کیږي.

کله چې ماشومان مو ولیدل په  غلط کار باندې بوخت دي، نو په ډیرې مینې هغوی له دې کار څخه  وژغورئ،  دکار  په اړه وضاحت ورکړئ، ورته ووایاست، چې دغه کار په ژوند کې ډیر زیانونه لري، څو موږ ورسره په دې بلا کې ونه غورځو او یا دخپل وړتیا په اساس ماشوم له  ناوړه کار څخه منعه کړئ .

که چیرته ماشوم موځیل (سرشقي)  وکړي او دکورځینې اسباب لکه ګیلاس،  دکوټې د کړکۍ هندارې ماتول او دروازه په زوره زوره ډبول  ترسره کړل، نباید ماشوم  ته وهل او ټکول ورکړو، په ډیر ماهرانه ډول خپل ماشوم په غیږ کې واخلو او په مخ يې ښکل کړو ورته ووایو چې بچی جانه! که دغه توکي مات شي، بیا زموږ په کورکې به هیڅ څه نه وي، دا ټول په پیسو اخیستل شوي، نو که پیسې بیا په دغو شیانو مصرف کړو، بیا تاته به بوټ او جامې له کومه کړو، وګوره دنورو خلکو بچیان چې څومره ښکلي اونوي جامې يې په تن دي، هغوی  هیڅکله نه ژاړي او نه هم دکور شیان ماتوي .

 نو په دغو خبرو دماشوم فکر دښو، بدو او دګټې او تاوان په اړه وده کوي، بیا له سرشقۍ خلاص او کله چې لوی شي، نه به ضدي وي او نه به هم چا ته په زړه کې کینه ولري. ماشومان مو هیڅکله مه رټۍ پریې ږدئ، چې دوی هم کله کله یو نظر ورکړي، که چیرته ماشوم مو غلط نظر اویا بده خبره هم وکړه، نو سمدلاسه  يې خبرې مه پریکوئ او مه يې توهینوئ، په ډیر ه  نرمه لهجه  ورته ووایاست، چې بچیه! دغه خبره  ښه نه؛ بلکې  بده ده، خلک بیا په  موږ خاندي، چې دپلانکي زوی داسې بده خبره وکړه، نه  داچې د ماشومانو په جرأت زیاتیدو او په ښواخلاقو کې مثبت رول لوبوي، بلکې ټولنې ته دښه او مودب شخصیت په وړاندې کولو مهم او اغیزناک ګام وي .