Home خانه

سوله زموږ دهیوادوالو غوښتنه

سوله زموږ دهیوادوالو غوښتنه

sher20m 20stanekzai 200دسولې نړیواله ورځ هرکال دنړۍ  په ګوټ ګوټ او همدارنګه زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د وږې د میاشتې په ۳۰ مه نیټه  دځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
افغان وګړي  ددې پرتمینې ورځې لمانځلو او راتګ  ته  يې ډیر لیوال  او تږي دي، ځکه دوی دڅولسیزو جګړو په ناخوالوکې  اوسیدلي او لاهم دغه لړۍ روانه ده.
دجګړو پرمهال افغانانو  په هیواد کې له  بیوزلیو، ناقانونه مهاجرتونو او نورو کړاونو سره مخامخ شوي ، ترکومه بریده چې زموږ هیوادوالو د یو با ثباته افغانستان  ته انتظار ویسته خو دغه آرمان یي لا  پوره نه شو او اوس هم په خپل هیواد کې دوی کړیږي.
 له یوې خوا دې آرمان ته درسیدو له پاره د خلکو مینه اوعلاقه  له دولت سره کمرنګي ښيي او له بلې خوا دولت هم خلکو ته کاري فرصتونه ندي برابر کړي.

 داباید ووایو چې سولې ته د ټولنې هر وګړي اړتیا لري اوسوله د اسلام له پلوه د هرڅه نه ډیر مهم او اړین ګڼل کیږي، بې له سولې ژوند په  ویرې ، ناخوالو، کشمکشونو  او دغه راز په بیلابیلو جنجالونو کې  انسانان مخامخ کوي.

 خو د سولې ارزښت او اهمیت  په یو هیواد کې  د پرمختګونو د ودې لمن رانغاړي، ولسونه يې  په هوسا او آرام ډول او په یوه نیکمرغه ټولنه کې ژوند کوي .

 همدا سوله ده، چې د  دو وروڼو ترمنځ د رامنځته شوي خفګان  زړونه سره نږدې کوي او د وروري لاسونه یوبل ته په ورکولو دخوښیو ډک ژوند لامل ګرځي.

د سولې کلیمه دومره خوږه ده چې بیان یې په ژبه ډیر ګران دی ځکه هلته چې سوله وي د هغه ځای انسانان هم د آرام او سوکاله ژوندانه خاوندان وي سوله ده، چې ټولنې ته نیکمرغي او سوکالي راوړي عادلانه سوله د ټولو خلکو ستره هیله ده،همدارنګه هلته چې ټولنه آرامه وي نو د هغې ټولنې وګړي کولای شي، چې په ډاډه زړه کار وکړي کار ټولنې ته پرمختګ ور په برخه کوي د ترقی او لوړتیا په لور یې بیایي د انسان سوکالي او د ټولنې آبادي سولې پورې اړه لري.

دهر افغان بچي په ژبه د سولې کلیمه آورو، دغه کلیمه دخپلې خاورې د دفاع او ساتنې په موخه کارول يی ډیر دی.  ځکه د وطن دساتنې او دفاع په موخه  دهر وګړي دا حق دی،  چې په هوسا او آرامه توګه ژوند وکړي او خپل ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

 خو کاش چې  ټول هیوادوال په دې  پوه شي، چې نور په  میشته قومونو کې  ناامنیو، بدبختیو او نفاق ته لمن ونه وهي،  دیو با ثبات او یو موټي  افغانستان  په فکر کې وواسي.

زموږ په هیواد کې دسولې ورځ دشهیدانو  د اونۍ سره جوخت لمانځل کیږي. افغانانو د تیرو جګړو  د قربانیو په پایله کې له دوه میلیونو څخه زیات شهیدان ورکړی دي، چې په ښکاره ډول د دې اونۍ درناوی د پاکو شهیدانو ارواوو ته ددعاګانې او دهغوی پاتی کورنیو ته د ډاډګیرنې او تسلیت  پیغام واستوي. 

 افغان میړنی ملت  د مجاهدینو، شهیدانو او غازیانو د  کارنامو اوسرښندنو یاد  نوي نسل ته  دا په ډاګه کوي، چې نه یواځې دوی خپل سرونه له وطنه قربان کړي، بلکې همدغه نسل  ته يې ویاړونه هم ګټلي او تاریخ په دې شاهدي ورکوي، چې نن ورځ باید دخپلو پلرونو او نیکونو کارنامو اوستاینو ته درناوی دهیواد دملي حاکمیت په ټینګولو او دسولې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي .

زموږ دهیوادوالو یواځنۍ غوښتنه  په افغانستان کې ددایمي او د تل پاتې سولې  راوستل دي، چې  ولسونه اوږه په اوږه له دولت سره په دغه لار کې مرسته وکړي.

خو ټولو هیوادوالو ته  د ویلو ده، چې دسولې راوستو په لاره کې هر راز مرستو ته تیارسی وواسي اودغه نیک اقدام هر افغان ته  اسلامي وجیبه بولو، تر دې چې دوی د یو چتر لاندې سره را ټول او په یوې  خولې خپل غږ پورته کړي،  چې افغان ولس له جګړو، ورور  وژنې  نورستړي شوي .  سوله، امن، ثبات او د یو ډاډمن افغانستان غوښتونکی دي، نو ژر به هغه وخت راورسیږي، چې دهیواد څخه  د ویر ټغر ټول شوی اوپه ځای يې د یووالي، ورورګلوي او وحدت ټغر غوړیدلي وي.  ان شاء الله

تل دوي سوله او مړ دې وي جنګ او جګړه !

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی