Home خانه

ولسي جرګې ټاکنې په وړاندې يې ستونزي،امنیتي ګواښونه او دخلکو ونډه

ولسي جرګې ټاکنې په وړاندې يې ستونزي،امنیتي ګواښونه او دخلکو ونډه

Sher Mohammad Stanekzai 200دهیواد په۳۲ ولایتونو کې ولسي جرګې لپاره ټاکنې د تلې په ۲۸ مه دیولړامنیتي اوفني ستونزو په شتون ترسره شوې او ولس هم دامنیتي ګواښونو په وړاندې درایو ورکولو مرکزونو ته ورغلل او په ټاکنو کې برخه واخیسته.
هغه کسانو چې په اړونده مرکزونو کې نوم لیکنه کړې وه، په هماغه مرکزونو کې دخپل خوښې وړ نوماند ته رایه کاروله، ځکه دنوم لیکنې په دوره کې  درایو ورکوونکو د هویت پاڼو په یوه ګوښه کې سټیکرونه لګول شوي او په یادو سټیکر شویو هویت پاڼو کې د رايې ورکوونکو دځای او دسټیکر نمره ثبت شوې ، چې دټاکنو دخپلواک کمیسیون مخکې له ټاکنو درايې ورکوونکي نوم، دپلارنوم، دنیکه نوم او دسټیکر نمره په یو ځانګړې کتاب کې ترتیب کړي ؤ، چې ددې پروسې ترڅنګ  دبایومتریک دستګاو په شتون  د درغلیو مخنیوی دخلکوپه باور کېدای شي.

 خو بیا هم په ځینو ولایتونو کې د درغلیو خبرونه ورکړل شوي، چې دنوماندانو په ګټه ډیري صندوقونه مخکې له مخکې او یاهم د زور نه په کاراخیستو ځینو نوماندانو ولسي وګړوته ګواښونه  کړي، څو دوی لپاره رایې وکاروي . ولې سره له دغو درغلیو دبایومتریک سیستم په کارونې د درغلي شویو رایې ټولې باطلې اعلانیږي.

د ټاکنودخپلواک کمیسیون په وړاندې کومې ستونزې چې موجودې وې، دوی ونه کولی شول ، چې په منظم ډول په یومهال په هیواد کې ټاکنې ترسره کړي، ځیني د رای اچونې په مرکزونو  کې دکتابونو او نور اړین ټاکنیز مواد په وخت  دنه  رسیدو؛  ددې لامل شول، چې دټاکنو پروسه یو څو ګړۍ وځنډیده، په ځینو مرکزونو کې کارکوونکي په ټاکلي وخت نه ؤ حاضر ، ډیری کارکوونکي د بایومتریک په دستګاه هم نه پوهیدل، چې دا کیدای شي سمه روزنه  يې نه وي ترلاسه کړې .

خو بیاهم سره له یادو ستونزو دټاکنودخپلواک کمیسیون وپتیله، چې د ټاکنو مهال دې یوې بلې ورځې ته وغځوي او په کومو مرکزونو کې چې د رایي ورکولو پروسه ناوخته پیل شوې وه، ټاکنې دویمې ورځې ته وغځیدې.

اوس خبره دلته ده، چې که په دغه ټاکنوکې د درغلیو مخه نیول کیږي، نو ولس هم یو څه تمه  د ټاکنودخپلواک کمیسیون څخه لري، چې دولسونو له سترو قربانیو په وړاندې د عدالت نه کار واخلي. که رښتیا هم دبایو متریک سیستم په واقعي ډول څنګه چې د رایو ورکونې په مرکزونو کې وکارول شوه، یا دمخکنیو رایو ورکوونکو نومونه په ترتیب شوې کتاب کې درج شوي ؤ او له مخې يې  رایه کاریده، نو داهغه څه دي، چې د درغلیو په مخنیوي کې رغنده رول لوبولای شي او له مخې به يې حق حقدارته رسیږي او ولس هم تر ډېره په دولت باورمن کېږي چې له دې سره هم کار اهل دکار ته سپارل کېږي او هم ولس رضایت تر لاسه کوي.

که څه هم د ټاکنو ورځ دویمې ورځې ته وغځیدله، افغان ولس  یو څه دټاکنودخپلواک کمیسیون ته ګوتنیوی کوي، چې ولې په وخت له منظم پلان سره اوله شته امکاناتو په درلودو مخکې له مخکې ترتیبات نه نیول اویادکمیسیون  هیوادوالو ته  ډاډ ورکړي ؤ، چې درایو ورکولو  ټولو مرکزونو ته مواد رسیدلي دي. خو هغسې نه ؤ، چې له دغو ژمنو ولس یو څه دټاکنو دخپلواک کمیسیون نه ناراضه په دې دي، چې د ټاکنې په ورځ ډیري خلکو د ډیر انتظار ایستلو ستړي شوي ؤ، څو رایه وکاروي، خو دټاکنوخپلواک کمیسیون دفني اوتخنیکي ستونزو له کبله درایي ورکونې  پروسه یو څوساعته او یا دویمې ورځې ته اوږده کړه.

هیوادوال هیله من دي، چې  دراتلونکي ټاکنو لپاره  دټاکنو خپلواک کمیسیون دې  په منظم پلان او مهال ویش سره مخته لاړ شي، تر څو ټاکنې په وخت اوعادلانه ډول ترسره شي.

بیا هم  د ډیرو ستونزو، ناامنیو او ګواښونو له مخې ولس وکولای شول ، چې په ټاکنو کې برخه او خپله رایه وکاروي، ځکه چې ټاکنې په ژوند کې یو ستر بدلون رامنځته کولای شي، خو اوس بریالي نوماندان دې دمننو پر ځای ولس ته هغه څه ترسره کړي، چې دټاکنیزوسیالیو پرمهال غوړې ژمنې کړې وې، تر څو ولس هم په دې باوري شي، چې په هر راز ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي .

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی