Home خانه

د لیلما یوسفزۍ لنډ ژوند لیک

د لیلما یوسفزۍ لنډ ژوند لیک

Lailoma Yousofzai 2 200 لیلما د فضل احمد لور د سید محمد خان لمسۍ د ۱۳۶۸ کال دغويي یا  ثور په ۱۰ مه نیټه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د نوشهر په کلي کې زیږیدلې ده.
خپلې زده کړې یې د ټولنیزو علومو په څانګه کې د لیسانس تر کچې له کابل پوهنتون څخه سر ته رسولې. یوسفزۍ د ښوونځي په شپږم ټولګي کې وه، چې ژورنالیزم ته یې مخه کړه او د راډیو او تلوېزیون له طریقه یې په ګڼ شمېر تعلیمي، ټولنیزو او سیاسي خپرونو کې د ویاندې او فعالې ژورنالیستې په توګه دنده تر سره کړې.
د پوهنتون دورې ته د تګ سره سم یې ټولنیزو فعالیتونو ته مخه کړه او په مختلفو حقوقي پروژو کې یی له ملي او نړیوالو ادارو سره کار وکړ، چی عمده موخه یې د اسلام له نظره د ښځو حقوقو څخه د خلکو خبرول ؤ.

 نوموړی له USAID سره په ملي کچه کار کړی او په ۲۰۱۵ زیږدیزکال کې یې د NRC موسسې سره د تعلیمی مرستیالې په توګه دنده ترسره کړه. یوسفزۍ د خپل ژوند زیاته برخه د ښځو د حقوقو څخه په دفاع، ښوونې ته د زده کوونکو په ځانګړې توګه د نجونو په لاسرسي او د سولې په اړه د عامه ذهنیت جوړولو ته وقف کړی،  چې پدې برخه کې د زیاتو کړاونو د ګاللو تر څنګ په پراخه پیمانه لاسته راوړنې هم لري.