Home خانه

دټولنې په وړاندې دځوانانو مسؤليت

دټولنې په وړاندې دځوانانو مسؤليت

Sher Mohammad Stanekzai 200د زمري یا اسد دمیاشتې یوویشتمه دځوانانو نړیواله ورځ وه ، چې دنړۍ په هیوادونو او زموږ په  ګران هیواد کې په پرتمینو محفلونو سره یاده ورځ ولمانځل شوه.  نو سره له دې چې ځوانانو لپاره  یوه ورځ ځانګړې شوې، خو په افغانستان کې ډیري ځوانان لا اوس هم له بې وزګارۍ  سر ټکوي او وايي، چې دولت ځوانانو لپاره کومه ځانګړي پلان او طرحه نلري، چې دکار کولو چانس  ځوانانو ته ورکړي .
خو د ویلو ده، چې ځوان څوک او کوم مسؤلیتونه؛ چې  دټولنې او دهیواد پر وړاندې لري باید په ډاګه شي. ځوانان  دټولنې هغه اساسي بنسټ ایښودونکي قشر دي، چې دیوې ټولنې  او آن تردې  چې دهیواد په رغولو کې له نورو مخکښ او مسؤلیت منونکي دي .
یا ځوان  د یوی ټولنې هغه  بریمن ځواک دی، چې کولای شي په مختلفو  پړاونو کې شهکاریانې او بدلونونه له ځانه  راوړي او د هیواد  دجوړولو په ټولو اړخونو کې فعاله ونډه  ولري .

 ددې لپاره چې په ټولنه کې د ځوانانو د مسولیتونو په اړه  لاښه وپوهیږو، لومړی باید په دې پوه شو، چې ټولنه څه ته وايي. انساني ژوند د ښو چارو د سمبالولو سیمه ده،چې بیلابیل انسانان پکې ژوند کوي او دغو خلکو  ته د ټولنې وګړي وایي، چی د وګړو له یو ځای کیدو څخه ټولنه  را منځته کيږي.

په یوه ټولنه کې که هغه ډیره عادي هم وي یا ډیره پرمخ تللې وي درې  ډوله انسانان ژوند کوي ،چې  یوه برخه یې ماشومان، دویمه برخه يې  ځوانان او دریمه برخه يې مشران دي.

موږ په داسې یوه ټولنه بحث کو،چې هلته دویمه برخه انسانان يا ځوانان اوسي، چې  څه مسولیتونه لري؟

که چیرې موږ وغواړو چې یوه ښه پرمخ تللې؛ له بدمرغیو او تاوتریخوالو پاکه او سوچه ټولنه ولرو، د ټولنې هر یو وګړي نه یواځې ځوانان دا مسوولیت او دندې لري چې خپل کار اومسولیت وپیژني او له هغه وروسته بیا بل څوک چې د ټولنې او د ټولنیز ژوندانه جوړښت ته زیان اړوي متوجه  يې کړو. خدای (ج) په قران کریم کې فرمايلي: (( انسان تر ټولو غوره مخلوق دی.)) نوددې لپاره چې خدای (ج) د انسان د خلقت په ښه والي شاهد دی انسان باید په دې پوه شي، چې ده ته به شخصي او ټولنېزه برخه کې کوم مسوولیتونه او دندې متوجه دي  دا سمه ده، چې په ټولنه کې ښه اوبد انسانان ژوند کوي.  یو ډول انسانان په ټولنه کې دانساني نظام پر ضدعمل کوي او یو ډول نه غواړي چې په ټولنه کې داسې چارې تر سره کړي چې د انسانانو د ښو صفاتو او شهرت لامل وګرځي.

د ټولنې د ښه سمون لپاره ځوانان ډېر ګټور واقع کېدای شي  هغه ځوانان چې بادركه، با احساسه، پوهه او علمیت ولري .

دځوانانو سترمسؤلیت په ټولنه کې سیمې  اوهیواد ته دخدمت  کولو جوګه ګرځیدل  هغه لازمي او فرضي دنده بولو، چې دټولو هیوادوالو  لپاره ډیره اړتیا  لیدل کیږي، چې باید ورته په وخت رسیده ګي دهمدغو ځوانانو پرمټ ترسره شي . دغه کړنې  که داقتصادي، ښوونیزو، ټولنیزو او نورو برخو کې وي، خو چې ولس يې پوره ملاتړ کوونکي وواسي، څو ځوانان وکولای شي، په سړه سینه خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي .

 په جنګي  وضعیت کې  د یوی ټولنی بقا؛  د امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ملي ارزښتونو له پلوه ګواښل کیږي،  بلکې د وګړو او په ځانګړې  توګه د ځوانانو په ټولنیزو اخلاقو، زده کړو او فکرونو  باندې منفي اغیزې  کولی شي، چې بیلګې يې اوس په  هیواد کې ډیري ځوانان په  مخدره توکوباندې روږدي شوي، په غلطو لارو ځوانان هڅول شوي  ډیري ځوانان چې دجنګ په مهال هیواديې پريښي ؤ، دپوهې له ستر نعمت  څخه  بې برخې  پاتې شوي او داسې نور ې ستونزې یادولی شو، چې زموږ دهیوادګڼ شمیر ځوانان يې له  ستروګواښوونو او کړاونو سره مخ کړي دي .

ځوانان  چې په هر موقف کې  شتون ولري، باید خپل  مسئولیتونه  درک او دولس په چوپړ کې وواسي . نو که چیرته ځوان و غواړي چې دخپل هیواد د آبادۍ، سوکالۍ او پرمختیا په برخو کې مثبت رول ولوبوي ، نودا ښکاره خبره  ده، چې دداسې ځوانانو  راتلوونکي به يې روښانه  او ددې خاورې اصیل بچي او خادمان به  وي او دخلکو په غوښتنه وکولای شي، چې دهیواد په نظام کې سترمسؤلیت ته غاړه کیږدي .

 هر ځوان  ته چې  کوم مسؤلیت سپارل کیږي ، نو هغه دې په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوي .

ځوانانوته پکارده، چې  دپوهنې ډیوې بلې او دخلکو فکرونو دعلم  لوري ته واړوي، څو  دجهالت تورې تیارې په رڼايي بدلې شي، چې نن ورځ په هیواد کې  اصلي لامل ددغې بدبختیو ناپوهي ده.

په هیواد کې شته ناپوهي  دله منځه وړولو لپاره ټول ځوانان کولای شي،  دقلم له لارې سپیڅلي مبارزې  وکړي، که هغه دسولې راوستو غږ وي او که دملي روغې جوړې، چې دولسونو په خیر او ګټه پایښت ومومي.

ځوانان داسلامي او ټولنیزو اخلاقو په خپرولو کې  اوچت رول ولوبوي او دناوړو اخلاقو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي. هغه  ځوانانو چې  دښه اخلاقو، رښتیا وویلواو د هیواد په ودانولوکې رغنده ګامونه  اخلي اوله پخوا يې  اخیستي، نو دوی سره دفکري پوهې  اودنړۍ له لیدلوري غښتلي ځوانان ګڼل کیږي .

راځئ چې خپل فکرونه ځوان کړو، د ځوان فکر سره يې یو کړو، په هغولارو ځان برابرکړو، چې د هیواد دخیر اوفلاح لپاره ګټور وي.  په ټولنیزو برخو کې ځوانان  ته ګوتنیوي کيږي، چې  دپرمختګونوبیلګې وواسي، څو ټولنه داصلاح لوري ته مخه او له ګران افغانستان څخه شته ناندرۍ او ستونزي پای ومومي.

لیکنه : شیرمحمد امیني ستانکزی