Home خانه

لوګر کې ۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر کې ۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زمری ۱۰ چهارشنبه

Shapoor Ahmadzai 200تېره شپه د برکي برک ولسوالۍ اړوند حيات کلا,شاقي کلا او د ملک کلا په سيمو کې د ۰۱ ځانګړې قطعې لخوا عمليات ترسره شوي,چې پکې ۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په نوموړو عملياتو کې ۵ وسله وال وژل شوي,درې تنه ټپيان دي او درې تنه نور يې ژوندي نيول شوي.
په يادو عملياتو کې د وسله والو ۸ موټرسايکلونه له مينځه تللي او تر څنګ يې ځينې وسلې هم د ځانګړې قطعې منګولو ته لوېدلي.

د يوه بل راپور له مخې پرون ورځ د ازرې ولسوالۍ په سلام خېلو سيمه کې د وسله والو يو هوان پر يو کور لږېدلی چې په پايله کې يې يوه ښځه شهيده شوې او يو تن ماشوم زخمي شویدی.

ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ