Home خانه

د لوګر د کډوالو په ښارګوټي کې د څه کم اته میلیونه افغانیو په لګښت روغتیایي کلینیک جوړېږي

د لوګر د کډوالو په ښارګوټي کې د څه کم اته میلیونه افغانیو په لګښت روغتیایي کلینیک جوړېږي

( زمری – ۹- سه شنبه )

Logar Wali 400Aد لوګر ولایت مرکز اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د یو بي اچ سي کلینیک د جوړېدو د بنسټ ډبره د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي په لاسونو کېښوده.
د والي سربېره پکې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال عبدالرازق ساپي، د ملي امنیت رئیس میر فیض الله سادات ، امنیې قوماندان سمونوال محمد ابدالي ، ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ،د یادې شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي، د کډوالو چارو آمر نور احمد صالحي او ګڼو قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.

یاد روغتیایي مرکز د ۷ میلیونه او ۸ لکه افغانیو په قېمت جوړېږي چې پکې به اته خونې ، څلور دېواله ، د اوبو ذخیره ، سپتیک څاه، د ساتنې خونه او نورې اړینې روغتیايي برخې شتون لري. یاد کلینیک د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ سازمان په مالي ملاتړ رغول کېږي چې د ابرار موسسې لخوا به یې جوړښتیزې چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
لوګر والي د سیمې خلک اتحاد او اتفاق ته را وبلل او زیاته یې کړه چې د ملي پروژو په پلي کولو کې باید ولس هر اړخیزه مرسته وکړي،تر څو دا هېواد په ګډه د ابادۍ لوري ته یوسو.اسحاقزي وړاندې وویل یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولای شي چې د ټولنې وګړي یې په زده کړه سمبال وي.هغه زیاته کړه چې حکومت او دولت له تاسو څخه جوړ دی نو راځئ چې په اتحاد او اتفاق ددې وطن د جوړېدو لپاره په ګډه کار وکړو.

لوګر- ولایت - مطبوعاتي- دفتر