Home خانه

دلوګر په دو ولسوالیو کي ۱۹تنه ولسوال مخالفینو ته پولیسو سره په جلاجلانښتو کي مرګ ژوبله اوښتي اوهمداراز یو تن تجار دهغوی له منگلو څخه خلاص شویدي

دلوګر په دو ولسوالیو کي ۱۹تنه ولسوال مخالفینو ته پولیسو سره په جلاجلانښتو کي مرګ ژوبله اوښتي اوهمداراز یو تن تجار دهغوی له منگلو څخه خلاص شویدي

نیټه ۱۳۹۷/۵/۹

Shapoor Ahmadzai 2 200 په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لوګر ولایت ازره ولسوالۍ او په محمداغی ولسوالۍ کې د پولیسو په شپنی کمینونه ترسره کولو سره ۱۹ تنه وسلوال مخالفیونو ته مرګ ژوبله اړولی.

۱- تیر ماښام د پولیسو لخوا د محمداغی ولسوالۍ اړونده مامور هوټل په سیمو کې دښمن ته کمین نیول شوې و چې د وسلوالو مخالفینو سره د پولیسو نښته رامنځته شوې وه په نتیجه کې دری تنه وسلوال مخالفین وژل شوې او ۵ تنه نور یې ټپيان شوې دی.
۲ – همدا راز تیره شپه ناوخته وسلوالو مخالفینو د لوګر ولایت ازری ولسوالۍ پر ځینو امنیتی پوستو بریدونه وکړل چې یاد بریدونه د پولیسو لخوا په شاه وتمبول شو په نتیجه کې ۴ تنه وسلوال مخالفین وژل شوې او ۷ تنه نور یې ټپیان شوې دی.
۳ ــ د یو بل راپور له مخی چې په محمداغی ولسوالۍ زرغونښار کلی کې د تیرو دوه ورځو راپدیخو ګډ عملیات پیل شوی چې د یادو عملیاتو پر مهال یو تن تجار چې حاجی نسیم جان ولد محمد جان نومیږی وسلوالو مخالفینو په یاد کلی کې له ځان سره زندانی کړی و د لوګر ولایت د پولیسو خاصی قطعی لخوا یاد تجار له زندانه څخه اذاد کړ او بیرته خپل کور ته را ستون شو.

یاد عملیات بیګاه د شپی ۱۲ بجی پای ته ورسیدل او لس کړی ماینونه هم د امنیتی ځواکونو لخوا کشف او وروسته بیا له منځه وړل شوې دی.

ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ