Home خانه

سولې ته تږي ولسونه؛ په هیواد کې د تلپاتې سولې غوښتنه کوي

سولې ته تږي  ولسونه؛ په هیواد کې د تلپاتې سولې  غوښتنه کوي

sher20m 20stanekzai 200سوله الهي ستر نعمت دی، چې الله تعالی  دخپلو بندګانو لپاره پیرزو کړېده، نو ځکه هر وګړی په دې باور لري، چې د ژوند ټولې چارې دسولې په آرامه فضاء کې ترسره کیدای شي او انسان هم په خپل منځو کې د وحدت ځلوۍغوړوي.
په هیواد کې دیوې نیمې لسیزې په لړ کې افغان ولس  د جګړو له امله ډیرسخت ودردیدل اولا دردیږي، چې نه یواځې دغه جګړه دیوې لوري په ګټه ده؛ بلکې درې لوري   ولس، دولت اود دولت  وسلوال جنګیاليو  په تاوان لا هم دوام لري .
افغان حکومت  لا پخوا وسلوالو جنګیالیو باندې غږ کړي ؤ، چې  دجنګ او جګړو څخه لاس واخلي او دیو سوله ئیز ژوند په لوري له خپلو خپلوانو سره وخت  تیر کړي.
نه یواځې دغه د دولت غوښتنه؛  بلکې ولسونه هم  وسلوالوجنګیالیو ته  ځلۍ غوړ ولې او ویلي، چې نور جنګ بس کړئ، څو دهیوادوالو ویني نورې تويي نشي.

 دغه اقدام لا نورهم پیاوړتیا يې وموند او عام ولسونوخپل مدني حرکتونو په لاره واچول، چې ستره بیلګه يې دهلمندي ځوانانو پلي یون یادولی شو، چې دوی په پلي مزلونو له هلمنده ترکابله خپل غږونه اوچت  او دجنګ او وژلو لړۍ د پای ته ر سیدو غوښتنه  د دولت او د دولت له وسلوالومخالفینو څخه کړیده.

نو دسولې په راوستو کې  زموږ  دمشرانو هلو ځلو په پایله  اود تاوده خبرو له لړیو څخه جوته شوه، چې د ولسمشر لخوا او ورسته بیا د طالبانو دمشرانو لخوا هم درې ورځنی اوربند په خلکو کې ډیرې نادرې هیلې پیدا کړې، چې د اختر په دریو ورځو کې  امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو په ګډه توګه یو بل سره  روغبړونه یویل ته غاړې  آن تر دې  د دواړو لوري لخوا په یو غږ نور دجنګ  دبندیدو او د تل لپاره داوربند غوښتنه وشوه او عام وګړو هم له ډیرو خوشحالیو له خپلو سترګو اوښکې تويې کړې، خو له بده مرغه چې دغه هیلې یوڅه  په خلکو کې  ناهیلي رامنځته کړې، ځکه  دپخوا په څیر طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړل او دافغان وګړو هغه خوښیو  ته يې هم ونه کتل، چې دوی  يې له دولتي  امنیتي ځواکونو سره بدرګه کول.

نو اوس جوته شوه، چې  کوم لوري دجنګ  د غځولو لړۍ او په هیواد کې بدبختیو ته لمن وهي، خوبیا هم  د ولسمشر  غوښتنه دوسلوالو مخالفینو څخه داده، چې دوی حاضر دي داوربند  موده په میاشتواو کلونو وغځوي، خو وسلوالو طالبانو د ولسمشر خبرو ته تراوسه لبیک نه دې ویلي، ولې بیا هم  دولت  هیله مندي څرګندوي، څو  دهرې لوري لخوا باید وسلوال طالبان د سولې  په خوا رامات کړي.

خو بیا هم ولس دومره ناهیلي نه څرګندويي دوی وايي، چې اوس هم زیاته تمه لیدل کیږي، چې نور دهیواد څخه د جنګ ټغر ټول شي.

ګرانو هیواد والو! راځئ دغه ملي  خوځښت چې دسولې راوستو لپاره اړین بلل کیږي، ټول ولسونه یو بل ته دقناعت ورکولو او دخبرو او اترو له لارې  ادامه ورکړو او د زوریدلي  او کړیدلي افغانانو اوښکي  نورې  پاکې کړو.

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی