Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو

د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه

Paiman 2018 06 04 400د لوګر د مقام له خوا د  پیمان خیریه بنسټ  مشر ښاغلۍ محمد شاه پیمان د یوې لویې غونډې په ترڅکې په مننلیک وویاړل شو.
یاد مننلیک د والي محمد انور اسحاق زي د پیمان خیریه بنسټ یوه استازي ښاغلۍ محمد شریف یوسف زی ته د پوهنې بهیر د ملاتړ په غونډه کې ورکړ.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس په خپل شخصي لګښت یو شمېر ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو د راېستلو سیستمونه فعال کړي او یو هم یو شمېر نورې اړینې مرستې کړې دي.

 یادو مرستو د سلګونه زده کوونکو ستونزې له منځه وړي، چې یادې مرستې د پوهنې بهیر په ښه والي کې اغیزمنې تمامې شوي دي. 
د یادونې وړده، چې د پیمان خیریه بنسټ رئیس له دې مخکې هم د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو لخوا په ستاینلیکونو ستایل شوی دی.