Home خانه

په لوګر ولایت کې د ګډو امنیتي ځواکونو هوائی او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دی

 په لوګر ولایت کې د ګډو امنیتي ځواکونو هوائی او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دی

نیټه ۱۳۹۷/۳/۱۱

bagh angor zarghon shar sد لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړونده د زرغون ښار، دهمنکه کې د تیرې شپې له یو لسو ۱۱:۰۰ بجو را پدیخوا د ګډو امنیتي ځواکونو لخوا هوائي او ځمکني عملیات پیل شوي وو چې اوس هم لا روان دي تر دې مهال پکې لس تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمیر زیات یې ټپیان شوې دي په وژل شویو کې: 
۱ غلام غوس ولد ګل اغا.
۲ رحیم الله ولد عتیق الله.
۳ امیر جان مشهور په تقی ولد محمد جان.
۴ روح الله ولد عبدالله مشهور په قلند.
۵ سیداغا ولد حبیب هم شامل دي د نور هویت تر اوسه ندی معلوم شوی دوی ټول د یادې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلی اړوندو سیمو اوسیدنکي ول.

د یادونې وړ ده چې په یاده سیمه کې وس هم عملیات روان دی نور معلومات به وروسته شريک شي.