Home خانه

په لوګر ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله ۴ تنه ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان دي

په لوګر ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله ۴ تنه ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان دي

لیکوال: محمد نسیم (ستانکزی)

Logar Bumb 400نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د موټر بم چاودنې له امله د لومړۍ حوزې د امر په ګډون درې پولیس وژل شوي، څلور پولیس او ۸ تنه ملکي وګړي ټپیان دي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د ودانۍ شاته موټر بم چاودنه وشوه او وروسته درې تنه وسله وال بریدګر یادې حوزې ته دننه شول چې تر لنډې نښتې وروسته د افغان ځواکونو له خوا ووژل شو.

نوموړی وايي په دغه چاودنه کې درې پولیس وژل شوي، څلور پولیس او ۸ ملکي وګړي ټپیان دي او زیاتوي چې ددغې چاودنې له امله حوزې ته نږدې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي او حوزه هم زیانمنه شوې ده.
بل لورته د لوګر د عامې روغتیا رییس وایي د پیښې له ځایه ۱۶ ټپیان ور لیږدول شوي چې په وینا یې په ټپیانو کې ۷ پولیس، ۲ ماشومان، ۳ میرمنې او ۴ نارینه شامل دي.
د دې برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او ادعا کوي چې په دې برید کې د حوزې د امر په ګډون ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.