Home خانه

جمهور رئیس غني په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن پرانیست

جمهور رئیس غني په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن پرانیست

Ghani Loga Barq 400 د ۱۳۹۷ کال د غویي د میاشتې په ۲۵ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته د خپل سفر پرمهال په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن او د یاد ولایت د غونډو د تالار له پرانیستې وروسته د لوګر مشرانو او متنفذینو، دیني علماو، ښځو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره وکتل.
په پیل کې د لوګر والي محمدانور اسحاقزي جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د لوګر ولسونه ستاسو د برنامو، د سولې د مذاکراتو او د برېښنایي تذکرو د وېش قدرداني او ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، د لوګر ولسونه چې د نظام سخت ملاتړي دي او په دې برخه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي، له تاسو مننه کوي چې دغه ولایت ته د برېښنا په راتګ سره مو د خلکو هیلې پوره کړې.

اسحاقزي جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د پاملرنې له برکته د لوګر سرک او د پوهنتون په ګډون تېر کال ۱۳۲ لوی او وړې پروژې تطبیق شوي. هغه همدارنګه د روغتون د لا تجهیز، هوایي ډګر جوړولو، د دولتي ادارو د ودانیو، د پولیسو د تشکیل د زیاتوالي، لوګر ته د څلورمې لوا د ځانګړي کولو، ولسوالیو کې د اداري کمپلکسونو جوړولو او د ولسوالیو د سرکونو د پخولو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
د انرژۍ او اوبو وزارت معین محمد داود قاضي زاده د لوګر سب سټېشن او د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لین په اړه خلکو ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه. نوموړي همدارنګه د سب سټېشن د جوړېدو او د برېښنا د لین د غځولو په برخه کې د لوګر د ولسونو او مشرانو د همکارۍ مننه وکړه.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، د ولایتي شورا استازې نفیسې هجران او د محمداغه محلي شورا مشر حاجي زلمي عبدالرحیم زي جمهور رئیس ته د هرکلي ترڅنګ د ځمکو د غصب د مخنیوي، ښارګوټو ته د ځمکو د ورکړې، په لوګر کې د برېښنایي تذکرو د وېش د مرکزونو، د ښځو ستونزو ته د پاملرنې، د امنیتي وضعیت، د کرنې د ودې، د فقر او اقتصادي ستونزو د حل او د مس عینک کان د قانوني کېندنو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
هغوی څرګنده کړه چې موږ د جنګ ختمېدل، سوله او امنیت غواړو او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې ځینو اشخاصو ته د شخصي ګټو په خاطر د سولې د مخالفت موقع نه ورکول کېږي دغو ویناوالو وویل، د لوګر ولسونه د حکومت د لاسته راوړنو قدرداني او د برنامو ټینګ ملاتړ کوي.
جمهور رئیس غني د یادو ویناوالو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه چې ولسي ستونزې او ملي مسایل یې په پوره وضاحت ورسره شریک کړل. هغه زیاته کړه، لوګر ته د برېښنا له رارسېدو سره به د برېښنا بیه له ۲۵ افغانۍ څخه ۶،۲۵ افغانیو ته راټیټه شي او د کورونو د رڼا ترڅنګ به د لوګر د صنعتي کېدو لامل هم شي، چې کرنه او سوداګري به هم وده ورسره وکړي.
جمهور رئیس له دې امله د لوګر د ولسونو د زغم قدرداني وکړه چې ده ته یې لومړی د افغانستان نورو ولایتونو ته د رسېدنې په موخه موقع ورکړه. هغه زیاته کړه، د لوګر اوسنی امنیتي وضعیت د منلو وړ نه دی او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د همغږي د زیاتوالي ترڅنګ په دوه اونیو کې د وضعیت د بدلون لپاره واضح پلان ترتیب او له ده سره شریک کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، نور د دوزخونو د ماتولو وخت دی، د هغو دوزخونو چې د بې اتفاقیو له امله پر موږ نازل شوي دي. جمهور رئیس غني د امنیت د تامین، فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ او نورو برخو کې د ولس مرسته مهمه وبلله او زیاته یې کړه، د ولس له همکارۍ پرته د قوې استعمال هغومره موثر نه تمامېږي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د حکومتولۍ په ځینو برخو کې ستونزې او شکایتونه موجود دي چې د له منځه وړلو لپاره به یې اساسي اقدامات وشي. هغه زیاته کړه، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ولایتي ادارو موثریت او ښه والي ته اساسي پام وشي او د ولایتونو پخوانۍ طبقه بندي عادلانه او منطقي نه ده.
جمهور رئیس غني په ټینګار سره وویل، موږ د سولې نیت، اراده او صلاحیت لرو، وسله وال مخالفین د جنګ له شدت او وینې بهولو سره، موږ له سولې نشي شاته کولی، ځکه دا د افغانستان د ولس اساسي غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، د فساد ضد مبارزه مې د حضرت عمر فاروق (رض) له کړنو او لارښوونو څخه زده کړې، په دې اړه باید یو ملي او اساسي بحث رامنځته کړو او مفسدینو ته لاره او مخه ورنه کړو.
محمد اشرف غني وویل، افغان ښځې تل مدیریت، عزت او شخصیت درلود او په ادارو کې به د ښځو مشارکت او سهم لا زیات شي. هغه زیاته کړه، زموږ د فکر طرز اسلامي دی او څه چې غواړو د اساسي قانون مطابق یې غواړو.
جمهور رئیس له لوګر څخه د کابل تر لاهورۍ دروازې پورې د سرک د اساسي جوړولو ترڅنګ وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې او په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ولسمشریزې ټاکنې حتمې دي او له ولسونو څخه یې په ټاکنو کې د پراخ ګډون هیله وکړه.
د دغې غونډې په پای کې د لوګر د ولسونو مشرانو او د بېلابېلو اقشارو استازو جمهور رئیس غني ته د عزت پګړۍ د ور په سرولو او لوح تقدیر ورکولو پرمهال هغه ته د اوږد ژوند تر څنګ په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.