Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

پنجشنبه، کب ۲۴ مه

Kabul Hjälp 400د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د رحمن مینې له لسو کونډو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.  

د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د پیمان خیریه بنسټ په سیمه ییز دفتر کې جوړه شوې وه، په کابل ښار کې د دغه بنسټ د  سیمه ییز دفتر مسوول محمد ناصر غیرت او ځایي قومي مخورو ګډون کړی وو.

دغه مرسته د لوی خدای ( ج ) د رضا لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان  وکړه، چې ۱۵۱۰۰ افغانۍ ارزښت لري.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ورکړل شول، چې د هرې کورنۍ مرسته ۱۵۱۰ افغانۍ ارزښت لري. 

د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار په ساحوي دفتر کې نهه سوه ثبت کورنۍ لري، چې دغه ټولې کورنۍ د خوراکي موادو مرستې ته اړتیا لري.

  یادو کونډو او بېوزلو کورنیو، چې یادې مرستې یې اخیستې وې، د ورسره شویو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او دوی زیاته  کړه، هر چا چې دا مرستې کړې دي، خدای دې خیر ور کړي، چې زمونږ په څېر د بې وسو او نادارو کونډو په غم کې دي.  

د یادونې وړده، چې دغه بنسټ له دې مخکې هم په لوګر ولایت کې له ۳۸ کوڼدو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او  غوړیو مرسته کړې ده.