Home خانه

د پوهنې وزارت ۶ ولایتونو ته نوي رییسان معرفي کړل

د پوهنې وزارت ۶ ولایتونو ته نوي رییسان معرفي کړل

Logar Maref 400د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې نن چهارشنبې ورځ د هیواد د ۶ ولایتونو لپاره نوي رییسان وټاکل شول.
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکتر محمد ابراهیم شینواري په خپل کاري دفتر کې یادو رئیسانو ته د زده کړې د کیفي لوړاوي په باب اړینې لارښوونې وکړې او له فساد سره د جدي مبارزه په برخه کې یې له هغوی څخه ژمنې واخیتستې.
د یاد ولایتونه په لاندې ډول دي:
ښاغلی احمد ضمیر ګوارا د کابل ښار
ښاغلی عبدالوکیل کلیوال د لوګر ولایت
ښاغلی نصیر روښان د خوست ولایت 
ښاغلی ظهور حکیم د پروان ولایت 
ښاغلی محمد عظیمی د سرپل ولایت
ښاغلی محراب الدین شفق د پکتیکا ولایت لپاره
د یو اباد ازاد سرلوړي او پر مختللي افغانستان په هیله