Home خانه

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي یوه منکوحه ښځه تښتولې

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي یوه منکوحه ښځه تښتولې

دغه ښځې ۹ کاله مخکې په لوګر کې د فریدون په نامه له  یوه انجینر سره واده کړی او اوس یوه لور هم لري، خو د مشرانو جرګې دویم مرستیال صدیقي یاده ښځه چې شکیلا نومېږي دې ته په زور اړ کړې چې له خپل خاوند څخه طلاق واخلي او له ده سره واده وکړي.

د شکیلا خسر وایي، نږور یې آصف صدیقي لومړی اختطاف کړې او بیا وروسته یې دې ته اړ کړې تر څو له خپل خاوند نه بېله او له ده سره واده وکړي.

 د شکیلا خاوند فریدون وایي، آصف صدیقي یې ښځې ته د کابل په خوشحال خان سیمه کې یو کور نیولی وو او دوه میاشتې یې هلته ورسره تېرې کړي دي، نوموړی وایي، له پلټنو وروسته یې وکولی شول ۲ میاشتې وروسته په خوشحال خان کې هغه کور پیدا کړي چې آصف صدیقي یې ښځې ته نیولی وو.

فریدون وایي، کابل او لوګر کې یې څو ځلې عدلي او قضایي ارګانونو ته خپله ستونزه ور رسولې خو چا یې غږ ندی اورېدلی او د آصف  صدیقي لخوا په مرګ هم ګواښل شوي دي.

دوی اوس له عدلي او قضایي ارګانونو نه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزې ته پام وکړي او دوی ته یې حق ورکړي.

فریدون د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پل علم کې خپل شخصي کاروبار کوي، د خوښۍ مشرانو ګواښ وکړ که یې غږ وانه ورېدل شي نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.