Home خانه

دلیکوالي فن دې مراعات شي

دلیکوالي فن دې مراعات شي

Shir Mohammad 200 اصلاٌ دلیکلو وړتیا په مسلکي شخص پورې تړاؤ لري، ډیري اوسني لیکوالان  خپلې لیکنې په داسې انداز پیلوي، چې دپیغام ورکولو، دهڅونې احساس او اړونده موضوع باندې پوهاوی ولري؛ دغه درې مهم ټکي پکې پیکه بریښي، چې لامل یې خپله لیکوال هم نشي په ګوته کولی. اوسنۍ مقالې ډیرې اوږدې وي، چې کیدای شي په زیاتو تفصیلي څرګندونو په اساس لوستونکي ونشي کولای، چې اړونده موضوع په اسانۍ توګه ځان پرې وپوهوي اویا لیکوال ونشي کړی چې لوستونکو ته ډیر ژر اهداف ورسوي، ځکه د اوږدې لیکنې اصول دي، چې هره موضوع دې بیلابیلې برخې لوستونکو ته وپیژني. خو لنډه لیکنه په اوس وخت کې ډیرو لوستونکوباندې اغیزې ښیندلي شي او لوستونکي په ډیر شوق او لیوالتیا لیکنه لولي او ځان مفهوم ته رسوي.

 که چیرته ولیدل شي، چې لیکنه اوږده وي، نو لوستونکي به لیکنه ولولي، خو مفهوم يې ورته ګونګ بریښي. دیو مسلکي لیکوال اثار که ولولو، نو پدې پوهیږو، چې دغه اثر بې دڅه لپاره لیکل شوې نه ده او ولې لیکلې ده؟ نو داجوتیږي، چې کوم اثر لیکونکي خلکو ته  لیکي، هغه ددې لپاره نه چې دځان دمشهورتیا په موخه؛ بلکې په دې خاطر چې لوستونکي هغه څه ورڅخه زده کوي، چې دښې او بدي او همدارنګه دژوندانه په هره برخه کې خلکو ته مالومات وړاندې کوي.

لیکوال ولس ته دلیکنو له لارې ورځني، تاریخي، اقتصادي، ټولنیز او نورو برخو کې کره مالومات وړاندې کوي، څو ولسونو ته دقلم له لارې عامه پوهاوی او لوستونکي پرې وپوهوي. اوس اړینه ده، چې دهرې موضوع په ټاکنه کې لیکوال په پوره مهارت خپلې لیکنې ته داسې انځور ورکړي، چې لوستونکي په لیکنه رامات او تنده يې پرې مړه کړي، څو وکولی شي، چې لوستونکي ژرځان هدف ته ورسوي. په اوس وخت کې هغه لوستونکي او یا لیکوونکي دواړه وخت ته ډیر رول ورکوي، چې لیکوال وغواړي، لیکنه  په لنډو غونډلو(جملو) کې ځای پرځای کړي اولوستونکي هم لیکنه په کم وخت کې ولوستلی شي او په خورا شوق لیکنې باندې ځان پوه کړي، چې داهم دمسلکي لیکنې مهارت دی. ولې داچې لیکنه اوږده وي،لوستونکي په هغه شان تلوسه ورته نلري، کوم چې لیکنه لنډه وي، یانې اوسمهال دتکنالوژۍ عصر دی، چې باید د ډیرو تشریفاتي، توصیفي او حاشیه روي لیکنو څخه ډډه وشي او اصلي موضوع ته خپله لیکوال ځان دننه کړي.

ځکه لیکنه دپوهاوي او معلوماتي سرچینه ده، نو مطلبونه باندې ځان پوه کول داوږدې لیکلو پرځای لنډه لیکنه غوره ده او لنډه لیکنه  دلوستونکو پر ذهن ژر ځای ناستي کیږي او پوهاوی له دې لارې ژر ترسره کیدای شي. دلیکنو جملې لنډې او دهرې جملې سره باید اړیکت  ولري، څو لیکوال د غوره کړي موضوع نه بهر ولاړ نشي او موضوع په پوره غور سره بررسي او وڅیړل شي. که جمله دسوژې سره اړیکیت ونلري، دا په دې مانا چې دلیکوالي او شفاهي اصول او فن مو ندی مراعات کړی، ځکه دشفاهي غوښتنو او لیکوالي غوښتنو توپیر له ویلو او لیکلو سره جوته شي. نو بهتره ګڼو چې دخپل وړتیا او مهارت له مخې هم لوستونکو ته دلیکوالي له لارې هغه څه ورسو چې دلوستونکي لپاره ګټور تمام شي دګنګې اوپیچلې موضوعګانو ډډه وشي، بیا هلته دلیکوال لیکنې په خلکو اثر کوي، چې قلم يې په روانه توګه  وچلیږي.

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی