Home خانه

په لوګر ولایت کې د پنځم او شپږم (130) بستونو لپاره د ۲۰۶۴ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

په لوګر ولایت کې د پنځم او شپږم (130) بستونو لپاره د ۲۰۶۴ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

Naseer Ghairat 400د لوګر ولایت مرستیال قمرالدین شکیب،ولایتي شورا غړي الحاج محمد ناصر غیرت، د لوړو زدکړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د پوهنتون،اداري اصلاحاتو،تخنیکي او سکتوري چارو،بشري سرچینو, شهیدانو او معلولینو رئیسانو او د لوګر پوهنتون استادانوګډون کړی و.
د ازموینې د پیل په مراسمو کې د ولایتي شورا غړي الحاج محمد ناصر غیرت دپروسې په شفافیت ټینګار وکړ او له ځوانانو یې هیله وکړه چې هر څوک پدې پروسه کې بریالي را ووتل باید د هیواد لپاره له زړه کار وکړي او کوم کسان که له پروسې پاته کیږي هغه هم بریالي دي اما داچې بستونه کم او ګډونوال زیات دي نو دلته هغه 130 دلوړو نمرو لرونکو کسانو ته به حق اولیت ورکول کیږي.

دا نور وروڼه چې له پروسې پاته شول باید خپله روحیه ونه بایلي او بیا لپاره اماده شي.
دلوګر پوهنتون رئیس وویل چې مونږ د پوهنتون ټول استادان پدې پروسه کې د اداري اصلاحاتو کمیسون سره همکاره یو، چې په تیرو دوه ورځو کې مو د بایمییتریک پروسه خلاصه کړه او نن به عملي ازموینه اخلو.
د ولایت مرستیال په خپلو خبرو کې اداري اصلاحاتو کمیسون او د لوړو وزارت څخه مننه وکړه چې په یاده پروسه کې شپه ورځ خدمتونه کوي ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي، شکیب ددې پروسې د اهمیت په اړه وویل چې ددې پروسې په واسطه مونږ کولای شو وړ او مستحق کسان ټولنې ته وړاندې کړو او دا د ښې حکومتولۍ اصل او شاخص دی چې د خلکو رضایت تر لاسه شي.
د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر پوهاند عبدالاحد مسلم وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر دهدایت سره سم چې ویل یې دغه پروسه باید نوره د کانکور دلارې واخیستل شي او اهل کسان بایدپه شفافه ډول سره وټاکل شي چې تر اوسه پورې په ۱۳ ولایتونو کې دغه پروسه ترسره شویده، مسلم ددې پروسې د شفافیت په اړه پوره ډاډ ورکړ.