Home خانه

لوګر د ملي امنیت ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او د پخواني رئیس کارونه وستایل شو

لوګر د ملي امنیت ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او د پخواني رئیس کارونه وستایل شو

(سلواغه-۲۳)

Logar Amniat 400نن ورځ د لوګر ولایت د ملي امنیت د نوي رئیس د پیژندنې په غونډه کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي، د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال عبادالله عبادي، ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي،د شورا غړو قسیم خوشیوال، محمد ناصرغیرت، محب الله صالح او قریب الله سادات، د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق صافي، د ملي امنیت پخوانی رئیس غلام رباني، ملي امنیت اوسني رئیس برید جنرال فیض الله سادات، امنیت امر ایوب وردګ ، د ولسي پاڅون کوونکومشر فرهاد اکبري، د کوچیانو قومي مشر حاجي سالم نعیم زوی، قومي مشرانو او د ملي امنیت مسولینو ګډون کړی و.

د نوي رئیس د پيژندنې په غونډه کې د لوګر والي د پخواني رئیس د یو نیم کال کارونه وستایل چې په لوګر ولایت کې یې ولسونو ته د امنیت په برخه کې کړي و، والي په نظام کې تغیر اوتبدیل یو اصل یاد کړ او پخوانی ریس یې یو صادق او مخلص شخص یاد کړ او دده هغه مینه چې له ولس سره یې لرله وستایله، والي تبدیلي یو نورماله پروسه یاده کړه خو مهمه داده چې پخواني رئیس په میراث کې ولس ته یو څه پریښي چې هغه ښه او حسنه سلوک دي، همدارنګه غلام رباني همیشه کوښښ دا وو چې ولس سره ښه سلوک وکړي ځکه جګړه د ولس د زړه په ترلاسه کولو سره ګټل کیږي نه په جنګ.
والي وړاندې وویل لوګر د تاریخي شخصیتونو کور دی پر همدې اساس د امنیت پخواني ریس ملي امنیت د ټولو کور جوړ کړی وو، والي د غونډې په پیل کې د ملي امنیت د کارکوونکي تلاوت ته په اشارې سره وویل لومړی چې کوم کس تلاوت وکړ داسې تلاوت به هغه څوک هم ونکړي چې د جهاد فتوا ورکوي همدارنګه همدا ریس و چې د ملي امنیت په ریاست کې د خپلو کار کوونکو لپاره یو ستر مسجد د عبادت لپاره جوړ کړ تر څو ولس ته وښایې چې تاسو د ملي امنیت سره همکاري کوۍ دا همکاري د خپلو دیني او ملي ارزښتونو د ساتوونکي ادارې سره همکاري ده او ملي امنیت د دیني، اسلامي اوملي نوامیسو او ملي ګټو د ساتلو اداره ده.
والي نوي ریس ته دښه راغلاست ترڅنګ د کامیابۍ هیله وکړه او ده ته یې ډاډ ورکړ چې دلته ټول ملکي، امنیتي او قضایي ارګانونو او ولایتي شورا ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او ټول یو لید لري او مونږ ټول د همدې لید په اساس مخکې ځوچې ټول ددې هیواد عسکر یو خو لباس مو مختلف دی.
والي د ټولو امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه دښمن په تیر کال کې په ټول قوت سره زمونږ یوه پوسته هم سقوط نکړه.
ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي او غړي محمد ناصرغیرت هم د ملي امنیت د پخواني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې غلام رباني خپله دنده په پوره ایماندارۍ سره پای ته ورسوله او د لوګر ولس به دده خدمتونه همیشه یادوي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست ولایتي مرستیال هم د پخواني رئیس د کارونه یادونه او ستاینه وکړه او د نوي رئیس په کاري تجربه یې رڼا واچوله چې نوموړی لدې پخوا د ننګرهار، بلخ او میدان وردګو ولایتونو کې هم رئیس پاتې شویدی او ښه تجربه لري او د پخواني رئیس د تجربو څخه به هم استفاده کوو.
ملي امنیت پخواني ریس په خپلو خبرو کې لومړی د ولایت له والي مننه وکړه چې همیشه یې زمونږ ملاتړ کړی او زمونږ ترمنځ یې قوي همغږي رامنځته کړې وه او بیایي د ټولو ملکي، امنیتي، قضایي ادارو او ولایتي شورا څخه مننه وکړه چې دوی سره همیشه همکاره پاتې شویدي او د ولس څخه یې ځانګړې مننه وکړه چې په تیرو درېو دورو کې یې همیشه دده همکاري کړې او ملا یې ور تړلی ده.
د ملي امنیت نوي رئیس میر فیض الله سادات د افغان ولسشمر محمد اشرف غني او ملي امنیت د عمومي ریاست مننه وکړه چې په ده یې باور وکړ او د ملي امنیت رئیس په توګه یې وټاکلو او بیا یې ولس ته ډاد ورکړ چې زما دروازه به همیشه د ولس په مخ خلاصه وي او د ولس په خدمت کې به یم.
همدارنګه د ملي امنیت د عمومي ریاست د کدر او پرسونل ریس لخوا د نوي رئیس د مقررۍ مکتوب ولوسته چې پکې راغلي و برید جنرال میر فیض الله د میر عبدالله ځوی د ۳۲۳۳ حکم پر اساس د لوګر ولایت د ملي امنیت د رئیس په توګه وګمارل شو.
د ملي امنیت پخواني رئیس ته د ولسمشر لخوا د خدمت مډال د لوګر والي او د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال او نوور مشرانو لخوا ورته په سینه وټومبل شو.
همدارنګه په یاده غونډه کې د ولایت مقام ،ولایتي شورا او قومي مشرانو لخوا پخواني رئیس ته تقدیر نامې او نورې ډالۍ هم ورکړل شوې
په پای کې نوی رئیس رسما په خپله څوکۍ کینول شو او په کار یې پیل وکړ.