Home خانه

لوګر کې د ۴/۲۰ کیلوولټ برښنا د توزیعي شبکې جوړول

لوګر کې د ۴/۲۰ کیلوولټ برښنا د توزیعي شبکې جوړول

Logar Barq 400د برښنایي خدمتونو د رسولو له لړۍ سره سم د لوګر مرکز پل علم ښار او اړوندو سیمو ۱۳ زره پیریدونکو ته د ۰.۴/۲۰ کیلوولټ د برښنا د توزیعي شبکې جوړولو چارې دوام لري.
د برښنا دا پروژه به د لوګر د خلکو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو او ژوند د کچې د لوړولو ترڅنګ د دوی د اقتصادي پرمختګ، اطلاعاتو او نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسې په برخه کې مثبتې اغیزې له ځان سره ولري.
ددې برښنايي شبکې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د مې په ۴ نیټه پیل شوې چې تر دې دمه یې ۲۷ سلنه کارونه ترسره شوي او پاتې چارې به یې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اپریل تر وروستۍ نیټې بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شي.

په لوګر کې د برښنا په یاده توزیعې شبکه ۲۲.۱ میلیون امریکایي ډالره لګښت راځي، چې د آسیا د پراختیایي بانک له بلاعوضه مرستو څخه تمویلیږي.