Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست سره د بیکونو مرسته وشوه

د لوګر د پوهنې ریاست سره د بیکونو مرسته وشوه

پل علم، د لوګر دپوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبه، سلواغې ۲۱ مه

Logar Qertasia 400د لوګر د پوهنې له ریاست سره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د بیکونو مرسته وکړه.
په یاده مرسته کې دغې ته ادارې ته ټول ټال ۲۰۱۶۶ د کتابونو بیکونه رالیږل شوي، چې ۳۰۲۴۹ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.
دغه بیکونه د لومړنیو ټولګیو د زده کوونکو لپاره دي، چې د راتلونکي نوي ښوونیز کال په لومړیو کې به پر یادو زده کوونکو ووېشل شي.

د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی انجینر محمد اکبر ستانکزی د یونیسف مرستې ستایي او وایي، چې دغو مرستو د ابتدایه دورې زده کوونکو د درسي موادو ستونزې هوارې کړي دي.
د یادونې وړده، چې یادې موسسې په تېرو کلونو کې هم د لوګر د لومړنیو ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیې او بیکونو مرسته کړې ده.