Home خانه

پادخوابي: د لوګر اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی

پادخوابي: د لوګر اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی

Zemarak 400په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی د نړیوالو چارو کمیسیون رئیس او د پادخوابي ټولنیز بڼست مشر الحاج زمرک پادخوابي وایي چې د لوګر اوسنی وضعیت ورته د منلو وړ ندی او په نوموړي ولایت کې داسې اشخاص استخدامیږي چې په څه نه پوهیږي او باید وړ او تکړه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي چې د زمرک پادخوابي ټولنیز بڼست لخوا د هیواد له بیلابیلو پوهنتونونو څخه د لوګر ولایت د سږکال فارغ شویو محصلینو فراغت غونډې ته وینا کوله وویل زرګونه فارغ شوي محصلین لرو چې دنده نه لري او سلګونه محصلین موږ ته د دندې د لاسته راوړلو لپاره راځي.

 نوموړي دا هم وویل چې مونږ باید د داسې ځوانانو ملاتړ وکړو چې هغه استعداد ولري او له دولت څخه یی غوښتنه وکړه چې د لوګر فارغ شویو محصلینو ته د کار زمینه برابره کړي همداراز پادخوابي له هغو چارواکو چې د دولت په چوکاټ کې دولت سره خیانت کوي غوښتنه وکړه چې له دې کار څخه لاس واخلي او د هیواد د جوړولو ملاتړ وکړي.

همداراز په دغې غونډه کې د لوګر ولایت د ځینو ادارو ریسانو سربیره د ولایتي شورا وکیلانو ، د ملي وحدت حکومت چارواکو او ددغه ولایت زرګونو تنو ځوانانو ، سپین ږیرو، مشرانو او د فارغ شویو محصلینو کورنیو غړیو برخه اخیستې وه چې ویناوالو یې د لوګریانو د یو لاس کیدو غوښتنه کوله.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د بیلابیلو پوهنتونونو څخه د لوګر ولایت د ۱۳۹۶ ه ش کال فارغ شویو محصلینو غونډه شاوخوا ۵۰۰ کسانو لپاره د پادخوابي بڼست لخوا نیول شوې وه.

"محمد عارف "ویسا
1396/11/20