Home خانه

د لوګر د محمدآغې یو شمېر ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي

د لوګر د محمدآغې یو شمېر ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبه، سلواغې ۱۵ مه

M. Agha 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د لېسو او منځنیو ښوونځیو د ۱۶۶ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو د لابراتواري تجربو د عملي زده کړو روزنه پیل شوه.
د دغه روزنیز بهیر د پیل په مراسمو کې،چې د محمدآغې د هلکانو او د سرخ آباد د نجونو په لېسو کې جوړه شوې وه تدریسي مرستیالې مینه سادات، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر ښوونمل محمد یاسین احمدي، د نظارت آمر محمد حنیف ستانکزي او ښوونکو ګډون کړی وو.
یاده روزنه د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمریت له خوا ورکول کیږي،چې تر دولسو ورځو پورې دوام مومي.

په دې روزنه کې ښوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو هغه درسونه په عملي ډول ورښودل کیږي، چې د نظري درسونو تر څنګ زده کوونکو ته عملي تدریس یې ډېر اړین بلل کیږي.
د دې روزنې موخه د ښوونکو د پوهې کچې لوړول،په ښوونځیوکې د درسي کیفیت لوړول او هم د زده کوونکو لپاره د عملي زده کړو زمینې برابرول دي.
د لوګر د پوهنې ریاست د ساینسي او ریاضي مضمونونو د اته سوه ښوونکو د روزنې لړۍ پیل کړې ده، چې تر اوسه ۲۱۵ تنه ښوونکي روزل شوي او ۵۸۵ تنه نور به هم وروزل شي.
د لوګر د ۳۰۸ تعلیمي مرکزونو له ډلې ۱۴۰ تعلیمي مرکزونه مجهز لابراتوارونه لري، چې په کې زده کوونکو ته د ساینسي او ریاضي مضمونونو عملي درسونه ور ښودل کیږي.