شعر
ولـې ژاړې اې زمــــا خـــوږې مـورکــۍ
دغم اوښکې تویوې زما خوږې مـــورکۍ
کـال نـه بـل کـال تـه زه هـم درتـه لــویږم
دمنصور لالا پـه شـان مـې زلمی کـیـــږم
ته به ډیر خوشحاله ګـرځـې چې زلمی شم
ننــګیالي دزمــانــې اوسـم زمـــــری شـــم
اې مـــورکـــۍ دامـــان الله درتـه ویــنا ده
چـې دا فـانـي دنیا نیمګـړې نیمـه خــوا ده
امان الله ستانکزی
ډالۍ دې وي زما خوږې مورکۍ ته