Home خانه

د پردیو فرهنګ په مخنیوي کې دټولو افغانو مسؤلیت دی

د پردیو فرهنګ په مخنیوي کې دټولو افغانو مسؤلیت دی

sher mohammad stanekzai 200فرهنګ دیوملت دهویت  څرګندويي کوي، نو دیوې  ټولنې شتون په  دودیزو فرهنګونو په اساس  ولاړه او ژوندۍ پاتي وي . دپیاوړې فرهنګ په درلودو ټول ولسونه په دې آند دي، چې څنګه  خپل فرهنګ دپردیو يرغلیزو فرهنګونو څخه وساتل  شي، خو دغه ډول نظرونه نن ورځ تنها په خولې ویل کیږي، ولې عمل کې تراوسه هم سارې ندي لیدل شوي.
ولسونه او ځیني رسنۍ په دې ستړي شول، چې افغانستان کې د نورو هیوادونو فرهنګ ورځ تر بلې وده مومي؛ مسؤله اداره  ته هم ګوتنوی کیږي، چې  ددغو ناوړه دودونو مخه ډب کړي؛ ولې  بیاهم پدې ستر یرغلیز برید چې زموږ په اصیل  دود باندې ترسره کیږي، نوموړي ادارې هم چندانې سر پرې ندی خوږولې.

 دیو هیوادپه ځمکني بشپړتیا باندې یرغل دومره زیان نه ویني، کوم  چې دیو هیواد  په اصیل  فرهنګ باندې   دپردیو لخوا یرغل شوي  وي، ځکه هرهیواد ځانته دود اورسوم لري که چیرته  هغه  اولنی دود يې له منځه یوړل شي، نو بیا څنګه دهماغه  هیواد په نوم  ولسونه   ځانونه منسوب کړي.

افغانستان چې یو اسلامي هیواد ده  او په دې خاوره کې پردي یرغلګرو خپلو شومو موخو ته په رسیدو  اوپه پایله کې يې ډیري افغانان له ځانه قرباني پریښي . چې تر نن ورځ دهیواد ولسونه په  بیلابیلو کړاونو کې ژوند تیره وي.

 خو الحمدلله  دافغانانو دپاکې مبارزې  په درشل  کې چې  دوی سره اسلامي  او افغاني غیرت مل دی، پردیو دښمنانو ته  سرونه ندي ټیټ کړي او په زغرده دمیړانې په ډګر کې دریدلي دي.  دافغانانو میړانې په تاریخ کې ثبت شوي،  نو په یوداسې اسلامي هیواد کې چې ولسونه قرباني ورکړي بیا څنګه به دپردیو هیوادونو کلتور او عنعنات پرځان ومني.

که دافغان دخاورې دښمنان هڅه کوي، چې پرافغانانو خپل فرهنګ  وتپي، خو دغه ناشوني غوښتني چې لري له ځان سره به يې ګور ته یوسي.  ځکه افغانان په خپلې خاورې مین ولسونه  دي، هیڅ کومه بې غیرتي پرځان نه مني او انشاالله چې راتلونکي نسلونه به يې هم پرځان ونه مني.

که څه هم په اوس وختونو کې یوڅه تشې دفرهنګ په ډګر کې ترسترګو کیږي، باید چې په مخنیوي کې ټول ولسونه لاس په کار شي او پروړاندې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي، ترڅو افغاني فرهنګ دنوروهیوادونو دتهاجماتو ښکار نشي.

ولسونه دې داونه وايي، چې اړونده اداره په دې اړه اقدام وکړي نه؛  دا دهر وګړي ایماني او وجداني مسؤلیت ده، چې له خپلو ځانونو شهکاریانې وښايي او بهرني فرهنګونو پروړاندې  عملي ګامونه اوچت کړي. پرې نښودل شي، چې زموږ سپیڅلي اسلامي اوافغاني فرهنګ  باندې دپردیو  فرهنګ غلبه وکړي، ځکه که اړونده  ادارې خپل غبرګون  دپردیو کلتورونو پروړاندې ښودلي وای، نو نن ورځ به ولسونو ولې خپل غږ اوچتول چې دپردیو فرهنګ په دودولو کې د دوی اقتصادي برخې له ګواښ سره مخ کړيدي.

خو؛ اړونده اداره ولسونو ته په کتو کیدای شي، چې له خلکو دې  هم زیاته ونډه د ناوړه دودونو په رواجولو کې لاس په کار نشي او په مخنیوي کې يې پراخه ونډه واخلي.

نو ژر به وي، چې په هیواد کې اصیل افغاني فرهنګ په وده او پراختیا کې دولسونو د جدي مبارزو پایله به داشي، چې ډیري هیوادونه به زموږ  په فرهنګ هم پل کیږدي، په خپله خاوره کې عملي بڼه ورکړي او د ګران هیوادافغانستان هویت  به  نسل تر نسله پورې پاتي وي.  انشاالله 

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی