Home خانه

لوګر کې د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ښوونکو ته ورکشاپ جوړشو

لوګر کې د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ښوونکو ته ورکشاپ جوړشو

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، سلواغې لومړۍ نېټه

Matta Logar 400د لوګر په مرکز پورې اړوند د یو شمېر ښوونځیو د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ۱۶۷ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړولو لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال د جوړ شوي کلني پلان پر اساس د ساینس او ښوونیزې ټیکنالوژۍ آمریت له خوا جوړ شوی دی.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو د تجربو په برخه کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي، څو ساینسي او ریاضیکي درسونه زده کوونکو ته په عملي بڼه تدریس شي.

د لوګر د پوهنې ریاست په خپل کلني پلان کې د درسونو د کیفیت د ښه کولو او د زده کوونکو د ښې روزنې لپاره ښوونکو ته د وړتیا لوړولو لپاره ورته روزنیز پروګرامونه په نظر کې نیولي دي، چې له مخې به یې تر اته سوو زیات ښوونکي وروزل شي.