Home خانه

د لوګر چارواکي: هغه رينجر موټر یې نیولی چې وسله والو تښتولی وو

د لوګر چارواکي: هغه رينجر موټر یې نیولی چې وسله والو تښتولی وو

Logar Army 400د لوګر ملي امنیت منسوبینو هغه رينجر موټر، چې څه موده وړاندې وسله والو تښتولي وو د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
د ولایت ویاند سلیم صالح د شنبې په ورځ زینت راډیو ته وویل، چې تیره ورځ د ملي امنیت منسوبینو له لوري د خوښۍ ولسوالۍ اړوند، دوبندي سیمه کې ځانګړي پوځي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د سیمه ییزو پولیسو تښتول شوی رنجر موټر د وسله والو له منګولو را خوشې کړی او پرمهال یې یو وسله وال مخالف هم وژل شوی دی.

 صالح وایي، چې په دغو عملیاتو کې یو لانډ کروزر موټر هم له وسله والو څخه نیول شوی دی.

د والي ویاند وایي، چې نیول شوی رنجر موټر څه موده وړاندې وسله والو مخالفینو له بره کي برک ولسوالۍ څخه تښتولی وو، چې امنیتي ځواکونو یې د موندلو په موخه هڅې کولې.

دغه راز د لوګر ملي امنیت رئیس، چې نه یې غوښتل غږ یې خپور شي خبري رسنیو ته وویل، چې د تیرې ورځې په عملیاتو کې د دوی یو سرتیری هم برسېرن ټپې شوی دی.

جنرال غلام رباني وویل، چې په یاده سیمه کې له تیرو څلورو کلونو راهیسې عملیات نه وو ترسره شوي او زیاتوي، چې تښتول شوی رنجر موټر یې د دوبندي سیمې اړوند له کافر درې څخه لاسته راوړی.
هغه وايي, چې په دغو عملياتو کې دوه موټرسايکل هم له وسله والو مخالفينو څخه نيول شوې دي.
خو د دولت وسله والو مخالفينو بيا د دې خبر تر چمتو کيدو پورې د يادې پيښې په تړاو څه ندي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تیرې ورځې راهیسې په څرخ ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي او لاهم روان دي، چې د اووښتو زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات وروسته خپريږي.

زينت راډيو - پل علم/ د مرغومي 30مه