Home خانه

لوګرکې د لیک لوست یو شمېر ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو

لوګرکې د لیک لوست یو شمېر ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبه، مرغومي ۳۰ مه

Kvinnor kors 400د لوګر مرکز اړوند د لیک لوست ۱۸ ښځینه ښوونکو ته د لیک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب پېژندنې ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په غوښتنه د افغان نېټ موسسې په مالي مرسته جوړ شوی، چې د پنځو ورځو لپاره دوام مومي.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د لیک لوست زده کړې د نوي چاپ شوي ښوونیز نصاب پیژندنې سربېره د تدریسي میتودونو، ښوونیزپلان، او د زده کوونکو د ارزونې په هکله روزنه ورکول کیږي.
د پوهنې وزارت د لیک لوست په نوي ښوونیز نصاب کې یو لړ بدلونه راوستي دي، چې ښوونکي یې روزلو ته اړتیا لري.

د لوګر د پوهنې ریاست د افغان نېټ موسسې په همکارۍ په څلورو مرکزي سیمو کې د نالوستو میرمنو او نجونو لپاره د لیک لوست زده کړې ۱۸ نوي کورسونه پرانیستي دي.
په یادو کورسونو کې شاوخوا دوه سوه نالوستې میرمنې او نجونې په لیک لوست زده کړو بوختې دي، چې د لوستلو، لیکلو او حساب کولو وړتیاوې تر لاسه کړي.