Home خانه

!لوګر پوهنتون د ۵۹ فارغانو څخه ۲۲ په دندو وګمارل شو

لوګر پوهنتون د ۵۹ فارغانو څخه ۲۲ په دندو وګمارل شو!

مرغومي- ۱۷
Pohanton Logar 400نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی او دپل علم ښاروال، پوهنتون ،پوهنې، کرنې،کلیو او پراختیا،صحت،کار، ټولنیزو او شهیدانو او معلولینو،ښځو چارو رئیسان او د اداري اصلاحاتو او ولایت مقام د بشري سرچینو مسول هم حاضر و د لوګر پوهنتون د لومړۍ دورې د ۵۹ تنه محصلینو د فارغانو له جملې څخه ۲۲ تنو سره چې ۱۱ یې نجونې وې وکتل او دوی ټولو ته یې د ژمنې سره سم د کار زمینه برابره کړه.

لوګر والي د ټولو محصلینو څخه لومړی د دندې د ځای پوښتنه وکړه او وروسته یې ټول فارغان چې په کومو برخو کې ورته ضرورت و, لکه د ولایت مقام، پوهنې، کلیو او پراختیا،اسلا برنامې، مستوفیت،شهیدانو او معلولینو، ولایتي شورا او امنیه قومندانۍ کې ورته ځایونه پیدا او مسولینو ته یې هدایت وشو چې په ټاکل شوو خالي ځایونو کې یې په دنده وګماري.
فارغ شوو محصلینو د لوګر والي مننه وکړه چې کړې ژمنه یې ورسره پوره کړه.
د یادونې ده چې لوګر والي دتیرې پنجشنبې په ورځ د پوهنتون په فارغت غونډه کې له دوی سره وعده کړې وه چې تاسې به په همدې کال کې په دندوګمارم.