Home خانه

لوګر والي محمد حلیم فدايي د لوګر پوهنتون څخه د لومړي ځل د فارغینو غونډې ته وینا

لوګر والي محمد حلیم فدايي د لوګر پوهنتون څخه د لومړي ځل د فارغینو غونډې ته وینا

Halem 400((زمونږ دیدګاه، ولس ته د محسوسو او ملموسو خدمتونو وړاندې کول، تنها د ولس په خوښه نه، بلکه د هغوی په ګټه کار کول، او آمرانه ذهنیت په خادمانه ذهنیت بدلول دي، او د همدې دیدګاه په تناظر کې مو د انکشاف، ښې حکومتولۍ، امنیت او اقتصاد په برخه کې خپل پلانونه عیار کړي، چې ښه مثال یې لوګر پوهنتون ده چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په یوه څلور اتاقه تعمیر کې ځای پر ځای شوې وه، ولې مونږ یې سیاسي، اجتماعي، قانوني او ولسي مشکلات حل او نن د دې تر څنګ چې د ۷ ودانیو درلودونکی دی، په لومړي ځل ۵۹ تنه محصلین ورڅخه فارغېږي، چې دا د غاصبینو، فاسدینو او متعصبینو پر مخ یوه درنه څپېړه ده، او هغوی ته دا پیغام ورکوي چې ستاسو په هیڅ صورت سره زمونږ د پرمختګ او پوهې مخه نشئ ډب کولای.

 والي (ځان وږی کوو، خو پوهنتون آبادوو) د خپل اساسي پیغام په توګه یاد کړ، او یادونه یې وکړه چې په همدې شعار سره مونږ کچکول په لاس د هر لوګري دروازې ته ورځو او د پوهنتون د آبادولو مرسته به ور څخه غواړو، تر ځو د ډونرانو له بسپنې او احسان څخه خلاص او خپل پوهنتون پخپله جوړ کړو.

ښاغلي فدايي فارغینو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د ژوند یو مهم پړاو چې هغه د علم، تخنیکي پوهې او لیسانس تر کچې د زده کړو حاصلول دي، بشپړ کړ، ولې څلور نور عمده پړاونه چې حکمت، کسب، تعهد او عمل دي، باید تېر کړئ، ځکه چې علم چا ته ډوډۍ نه ورکوي، او بدون له حکمت، تعهد، عمل او کسب څخه علم په یواځې ځان تاسو د ټولنې ګټور اعناصر نشي ثابتولای.
والي وویل چې قوي اراده لري تر څو د یوه کال په جریان کې ټولو ۵۹ تنو فارغینو ته د کار زمینه او د پوهنتون ښوونکو ته بهرنۍ علمي سفر برابر او د پوهنې د ودې لپاره د یوې افغانۍ او یوه ښوونځي طرحه دومره ترویج کړي چې پر اساس یې وکولای شو چې معارف پخپلو پښو ودروي. هغه زیاته کړه چې مونږ به یاده طرحه د جلالتمآب ولسمشر سره شریکوو او له هغه څخه به غوښتنه کوو چې طرحه ملي او د پوهنې په برخه کې د ولس همکاري لوړول د والي صاحبانو د ارزیابۍ له مهمو شاخصونو څخه وګرځوي.
لوګر والي د قران آیت ته په اشارې سره وویل چې د ځمکې او اسمان تسخیر تنها د مټو په زور سره نه بلکه د فکر په زور سره کېدای شي، او فکر مو هله قوي کېدای شي چې له زېږنتون څخه نیولې تر پوهنتونه پورې ټول پخپل مټ، پخپلو پښو ودروو.
لوګر والي یوه خښته اېښودل لوی کار یاد کړ او د ټولو پخوانیو والي صاحبانو، په ملي شورا کې د لوګر د خلکو له استازو، ولایتي شورا، د پوهنتون رئیس او ښوونکو او لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه چې د لوګر پوهنتون په جوړېدلو کې یې هلې ځلې کړې.
د خبرو په پای کې والي د ځان لخوا د فراغت غونډې د ډوډۍ لپاره ځانګړې شوې ۹۶۰۰۰ افغانۍ د (ځان وږی کوو، خو پوهنتون ابادوو) صندوق ته واچولې))