Home خانه

په ژمنیو رخصتیو کې ماشومان زده کړو ته څه ډول و هڅول شي

په ژمنیو رخصتیو کې ماشومان زده کړو ته څه ډول و هڅول شي

sher m. stanekzai 200ښوونه هغه سترالهي نعمت دی، چې انسانان دجهالت تورو تیاروڅخه درڼا لورې ته بیايي، دهمدې پوهې په برکت دنړۍ ټول زیږندې اواختراعات رامنځته شويدي. ددې لپاره چې دغې خوندورې میوې څخه مونږ پوره ګټه واخلواوعمل پرې وکړو، ټولوهیوادوالوته لازم ګڼو، چې خپلې ماشومان اوکورنۍ دزده کړې لورې ته وهڅوي، زده کړې پرې وکړي، ښوونځي، دیني مدرسواونورښوونیزومرکزوته يې ولیږي اوهمدارنګه لوړې زده کړې چې دراتلونکې سرنوشت جوړه وي لاسته يې راوړي.

 دڅوارلسو کلوراپه دیخوا کله چې په افغانستان کې لنډمهاله اداره رامنځته شوه؛ افغان غیرتي ولس اومیشته قومونو په دې پوه شول، چې دتعلیم څخه نور داسې لاره نشته، ترڅو دټولنې په پرمختګ اودخلکوپه پوهاوي کې مثبت بدلون راشي، نوپه دې اساس دولت هم دښوونیزسیسټم په بیاجوړونه کې قانوني ګام پورته کړل او دهیوادوالولپاره یوملي نصاب رامنځته کړل، چې ورسره ولس په دې لاره کې دوی ته لبیک وویل او خپل ماشومان يې ښوونځیو اوتعلیمي مرکزونوته ولیږل، چې په تدریجي ډول دښوونې کچه ورځې تربلې اوکال په کال زیاتیدل، چې دامهال په هیوادکې دښوونځیو، دیني مدرسو، پوهنتونونواوترڅنګ يې خصوصي ښوونځي اوپوهنتونونه جوړاوپه فعالیت يې پیل کړی دی، چې دا په جوته توګه دخلکومینه اوعلاقه دعلم اوزده کړي سره ښيي، چې دوی دښوونې په پیاوړتیا کې هلې ځلې ترسره کړي اوغواړي، چې نوردهیوادڅخه دناپوهي کچه له منځه ولاړه شي.

داچې افغانستان دژمې په موسم کې تودې اوسړې سیمې لري، نو په تودو سیموکې ښوونځي او ښوونیزمرکزونه فعال اودسړوسیمو ښوونځي په دریومیاشتوکې رخصت وي اوزده کوونکي په کورکیږي، نوبایددکورمشران اوپلرونه  خپل ماشومان وهڅوي، چې دژمې موسم څخه دزده کړو دترلاسه کولولپاره دراتلونکي ښوونیزکال دپیل لپاره بشپړه تیاری ونیسي اوپه راتلونکودرسي چاروکې ستونزې ونه لري، خپل ماشومان دې دبې ځایه ګرځیدواوبې ځایه لوبوکولوڅخه منعه کړي، ژمني کورسونوته دزده کړولپاره اوهمدارنګه دیني مدرسو اودکلي جوماتوته دولیږي، ترڅو ددغه دریومیاشتو څخه پوره ګټه واخیستل شي، د دوی دپوهې دکچې په لوړتیا کې هم مثبت بدلون راتلای شي او دوخت دضایعه کیدومخه هم نیول کیږي، ځکه چې ویل شويدي، چې وخت سره زر دي، رښتیاهم وخت تلونکی ده اوبیرته نه راګرځي، دیوې تورې اوکلمې  زده کړه دټول عمرهوساینه او آرامتیا ده، نوباید ټولولپاره اړین وګڼو، چې خپل اولادونه زده کړې، تعلیم اوپوهې ته تشویق کړي، چې ماشومان د خپل دځان راتلونکی دلاس امساء وګرزي، زده کړه ده، چې څوک دکسب اوکارخاوندان کوي او ورسره دکورلپاره حلاله نفقه اوروزي ترلاسه کولای شي اوعلم ددنیا اوآخرت لپاره کښت دی، چې څوک يې زده کړي. په خپلوماشومانو زیار وباسئ، چې دښوونځیواوپوهنتونو زده کړو ترڅنګ ديني زده کړې هم وکړي، ځکه تنها په عصري زده کړوبسنه ونشي اوپه خپل دین اومذهب هم مونږباید برلاسی ولرو، ترڅومو په آخرت کې دجنت له خوږومیووڅخه برخمن شو. دعلم ترلاسه کول ددنیا اوخرت بریالیتوبونه دانسان په برخه کیږي، په دنیاکې دناخوالواوبدبختیو سترلامل دجهالت تورې تیارې دي، چې ددې له منځه وړلو لپاره یواځې پوهې اوتعلیم ته کار وشي اودعلم زده کړه په هیوادکې دیوفرهنګ په توګه وکارول شي، راځئ، چې دعلم ډیوې دهیوادپه ټولوکلیو، بانډواوښارونوکې ځلانده بلې وساتو، دناپوهۍ پروړاندې ټول مسؤل یاستو، چې ستره مبارزه پیل او دهیواد څخه دجهالت ټغرټول اودسولې، ملي یوالې او ورورګلوي فضا رامنځته کیدوټولنه مودعلم په جامه سینګار کړو.

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی