Home خانه

د محمداغې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال نور محمد عبیدي ددې ولسوالۍ اوسیدونکو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو

د محمداغې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال نور محمد عبیدي ددې ولسوالۍ اوسیدونکو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو

(مرغومي-۱۱)
Noor M. Obaidi 400نن ورځ د محمداغې ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال نور محمد عبیدي، د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزی د ولسوالۍ امنیې قومندان، پخوانی وارسي کوونکی او ښاروال عصمت الله ستانکزی او قومي مشران هم حاضر وو ورپيژندل شو.
د ولایت مقام د سکتوري چارو رئیس بهرام بهیر لخوا د نوي ولسوال د مقررۍ مکتوب ولوستل شو چې پکې راغلي و (( نور محمد عبیدي د طلا محمد ځوی چې لوړې زده کړې یې په حقوقو او سیاسي علومو کې ترسره کړیدي او د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د ښې حکومتولۍ د لا پیاوړتیا په خاطر چې کاري تجربه هم لري په دوهم بست کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۶۱۰ شمیره حکم په اساس د محمداغې ولسوال په توګه وټاکل شو)).

لوګر والي نوي ولسوال ته د مبارکۍ ترڅنګ په کارونو کې د بریالیتوب دوعا وکړه او د پخواني وارسي کوونکي او ټولو ولسوالانو چې پدې ولسوالۍ کې دنده ترسره کړې وه مننه وکړه.
والي د محمداغې ولسوالۍ په اړه وویل ((دا ولسوالۍ یوه مهمه او نمونه یې ولسوالۍ ده چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په وخت کې جوړه شویده او دا ولسوالۍ د مهمو شخصیتونو ټاټوبی دی چې یو له هغو شخصیتونو څخه اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني دی، همدارنګه دا ولسوالۍ د مس عینګ چې یوه ملي پروژه ده هم د دې ولسوالۍ په لمن کې موقیعت لري او محمداغې ولسوالۍ ته حکومت هم ځانګړې پاملرنه لري چې له هغې څخه په زون پایتخت کې هم شامله ده او د صنعتي پارک او لوګر ولایت نړیوال ډګر هم دلته جوړیږي.
والي له ولسونو نه مننه وکړه چې تل یې دلته له محلي حکومتولۍ سره همکاري کړیده چې په همدې اساس یوه امن ترینه ولسوالۍ هم ده او په راتلونکې کې یې هم ترینه غوښتنه وکړه چې د نوي ولسوال سره همکاره پاتي شي تر څو د لاښه امنیت او انکشاف خاوندان شي.
وروسته د ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحمیزي هم نوي ولسوال ته د مبارکۍ ترڅنګ د پخواني ولسوال کارونه وستایل او ترینه یې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د محمداغې ولسونو له تا سره پوره همکاره دي.
د محمداغې د انکشافي شورا غړو او مشرانو هم نوي ولسوال ته د مبارکۍ تر څنک د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوي ولسوال عبیدي هم له ولسمشر او د لوګر له والي مننه وکړه چې په ده یې باور وکړ او ډاډ یې ورکړ چې زه به همیشه د خپلو ولسونو په څنګ کې یم او د دوی پرمخ به مې دروازه خلاصه وي.
د یادونې وړ ده چې نور محمد عبیدي ۱۰ کاله په خصوصي سکتور کې هم د کار کولو تجربه لري.