Home خانه

دخلکو ترمنځ دبې باوري سرچینې

دخلکو ترمنځ  دبې باوري سرچینې

sher m. stanekzai 200په ټولنه کې دخلکو ترمنځ بې باوري ولې  دومره زیاته شوې؟ لاملونه او دحل لارې څه دي، چې  د ولسونو ترمنځ دغه  تشه  د اعتماد په درلودو سره ډکه شي.
که د نړۍ نورو هیوادونو ته وګورو په لومړۍ سر کې دهغو هیوادونو ښوونیز او پوهنیز ه کچه ترافغانستان لوړه ده، خو  زموږ په هیواد کې دڅو لسیزو دوام لرونکي جګړې  هغه څه  زیږولي دي ، چې  په ولسونو کې  د بې باورۍ فضاء يې رامنځته کړې  ده، چې  تراوسه ددغه  ستر ناورین  ریښې ندې له منځه تللي، ځکه اوس هم  دیو  او بل په نوم  چې  کومې نادرۍ شتون لري، ولسونه هم په آزاده فضا کې دیو بل سره خپل اندونه او نیوکي نشي شریکولای.

 دوی په حقیقت کې د ویرې له امله  چې ګوندې د نورو خواوو دګواښلو ښکار نشي، دوی  د زړه بړاس هم څنګه چې لیدل کیږي، هغسې نشي ویستلی .

دیو هیواد دوګړو پرمختګ  یواځې په علم پورې  ده، ځکه  کوم هیوادونه چې دعلم په ګاڼه سمبال وي، هلته د بدبختیو مخه نیول شوي وي او وګړي يې  په ښه او بد پوه وي، خو په افغانستان  کې  دعلم رڼاوې په هغه اندازه ندې خورې، چې  ټول ولسونه  دعلم له نعمت څخه برخمن وي. ډیر کم  وګړي به  دلته وي، چې دپوهاوي کچه يې لوړه ده او ځيني کسان چې  پوهه  لري، خو عمل ورسره نلري، نو دا هم دبې اعتمادۍ په فضاء کې رول درلودای شي.

بله خبره دا چی په یوه ټولنه کې ځان غوښتنه رامنځ ته شي نو هرومرو هلته به دکرکې،  نفرتونو او بې اتفاقۍ ټغر خور وي، چې له دې سره  ټولنه د بې باورۍ په ټال زانګي او کیدای شي، چې دغه ناورین په نوي نسلونو هم اغیزې  وکړي، چې بیا ددې ناشونې کړنې مخه نیول ستونزمن کار دی، لکه چې نن وینو فساد اوج ته رسیدلی ، له دولتي او غیرې دولتي ادارو څخه بیاترکلیو پورې دغه ناوړه پدیدې خپلې ریښې غزولي دي. نو بې اعتمادي هم دغه پوړۍ ته رسیدلې ده.

که تیرو کلونو ته وکتل شي، چې  په افغانستان کې دبیلابیلو نظامونو د ټینګیدو او پرځیدو په لړ کې  ولسونه  داقتصادي، تعلیمي، ټولنیزو اوپه  نورو  برخو کې نه یواځې قرباني شوي، بلکې   دسیاسي  لوبو ښکار اوقرباني شوی هم دي، چې دغه  لوبه  له سختو قربانیو تر ډیره  بریده  هغه چاته  ستونزې  را ولاړوي، چې دسیاست په ډګر کې ځانونه يې  له نور و مطرح ګڼلي دي.

ځکه  په افغانستان کې د بیلابیلو نظامونو په مهال  چا هیوادوالو لپاره خدمت کړی او چا دخپلو ګڼ شمیر خلکو په ظلمونو لاس پورې کړی، چې ددې لاملونو په ترڅ کې اوس هم ډیري خلک شته چې  په  یوبل باندې  اعتماد نکوي او دغه ناوړه عمل  په ټولنه کې  د فرهنګ په ګرځیدو د ولسونو دشاته پاتې کیدو لړ شويدي. دا ډول خلکو تل د خپلو ګټو پر وړاندی ملي ګتې تر پښو لاندي کوي، هغه څه چې د ده  د شخصي ګټو پر وړاندې خنډ ګرځی په ډېره بې رحمۍ سره یې له منځه وړي،  هیڅکله هم نه غواړي چې په رښتینولۍ سره د ټولنې یوالي وساتي؛ بلکې پر وړاندې یې بیلابیلې تؤطې او دسیسې جوړوی.

نو همدغه وجه بیا په ولسونو کې بې باوري منځ ته راوړي، چې باید موږ له خپل توان څخه کار واخلو، ترڅو ملي ګټې له خپلې شخصي ګټو پورته ونه ګڼو او چاته اجازه هم ورنکړو، چې دناوړو کړنو په ترسره کولو نور ټولنه دبې باورۍ په فضاء کې پرمختګ وکړي، باید چې ټول داتحاد اویوالي لوري ته راوبلل شي.

دهیواد مخکني او اوسني سیاستونه سره پرتله شي، ډیر توپیر پکې لیدل کیږي، خو ددغوسیاست ښکار باید ټولنې ونه ځپي، ځکه دا ددې لامل ګرځي، چې راتلونکي  دیولړ غطلوافکارو په پاتې کیدو ، وګړي په خپل  منځو کې دکینې او دښمني  عواقب په درلودو  نوي نسلونو ته پاتې کیدای شي، خو په دې باید  موجوده نظام هم غور وکړي، ترڅو په اړه  يې لازمي اقدام ترغور لاندې ونیسي، خلکو لپاره عامه پوهاوی په لار واچوي،  په تیرو پسې ونه ګرځي او خلکو ته ډاډ وروبښي، چې هیڅکله  دخلکو نظریات  او وړاندیزونه نور  د خلکو او دولت  لخوا ښکار نه ګرځي. نو بیا هلته  هیله پیدا کیدونکي ده، چې  ولسونه پریوبل د باورمنتیا فضاء  د مینې او ورورګلوي په رنګینو یوالي سره ښکلي کړي.

شیرمحمدامیني ستانکزی