Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۳۹۶ ښوونیز کال د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو سرټکي

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۳۹۶ ښوونیز کال د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو سرټکي

M. Akbar Stanekzai 400د ۱۳۹۶ ښوونیز کال په لومړیو کې د ۶۴۳۴ نجونو په ګډون ۱۸۶۳۸ تنه نوي زده کوونکي  په ۳۰۸ تعلیمي مرکزونو جذب  او تر زده کړو لاندې نیول شوي دي.

یو نوی تاسیس شوی ښوونځی د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شوی، دوه لومړني ښوونځي د منځني ښوونځي او یو منځنی ښوونځی د لېسې کچې ته ارتقاع شوي دي.

۱۳۰رسمي ښوونکي، ۴۵۰ حق الزحمه ښوونکي، ۴۱ ښځینه باالمقطع ښوونکې، ۱۴ مامورین او۱۰۰ د لیک لوست قرار دادي ښوونکي نوي پر دندو ګومارل شوي دي.

د پیمان خیریه بنسټ رئیس الحاج محمد شاه پیمان د ۹۰ زره افغانیو په شخصي لګښت د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو او کمالخیلو د نجونو ښوونځیو لپاره د لمریزې انرژي په مټ د اوبو را اېستلو سیستم فعال کړی دی.

 یوې افغانې میرمنې آغلې فهیمه ګهیځ  د ۱۲۸ زره افغانیو په ارزښت د شهید محمد سلیم لعل ستانکزي له ښوونځي سره د اتو خیمو مرسته کړې ده.

دغه راز یادې میرمنې په خپل شخصي لګښت د ملالۍ د نجونو منځني ښوونځي ته د څلورو صنفونو درلودونکې عصري ودانۍ جوړه کړې ده.

د مرکز او ولسوالیو ۶۳ ښوونځیو ته سپورټي جامې او وسایل وېشل شوي دي.

د شهید محمد سلیم لعل ستانکزي ښوونځي ته د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د ۲۸ زره امریکایي ډالرو په شخصي لګښت د احاطې دېوال، د اوبو یوه څاه او پنځه تشنابونه جوړ شوي دي.

د کلنګارجهادي لېسې ته د ستانکزي خیریه بنسټ د ۴۵ زره افغانیو په لګښت د اوبو څاه وېستلې ده.

د ښوونکي د نړېوالې ورځې په ویاړ د پوهنې وزارت او ولایت مقام له خوا ۳۶۵ تنه نارینه او ښځینه ښوونکي په عالي دولتي مډالونو او تقدیرنامو ستایل شوي دي.

په مرکز او ولسوالیو کې د لس میلیونه درې سوه زره افغانیو په ارزښت د ۲۷ ښوونځیو د بیارغاونې او ترمیم کارونه پیل شوي دي.

د محمدآغې ولسوالۍ څلور بیلا بیل ښوونځي د عرفان موسسې له خوا د یو میلیونه درې لکه نهه دیرش زره افغانیو په لګښت بیا رغول شوي دي.

د یونیسف موسسې د لومړنیو ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره د شاوخوا ۷۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د قرطاسیې مرسته کړې ده.

د لوګر په عالي دارالمعلمین کې ښځینه محصلینو ته د څه باندې دولس میلیونه افغانیو په لګښت یوه جلا تدریسي ودانۍ ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې سپارل شوې ده.

د کوچیانو د هلکانو لېسې ته د شل میلیونه افغانیو په لګښت د یوې درې پوړېزې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوي دي، چې په راتلونکي کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

درېیو ښوونځیو ته د دولس نیم میلیونه افغانیو په لګښت د احاطې دېوالونو، میزونو، چوکیو، تشنابونو او د یو شمېر نورو ملحقاتو د جوړونې چارې بشپړې شوې دي.

د مرکز او ولسوالیو ۵۰۰ نارینه او ښځینه استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې روزنه تر لاسه کړې ده.

د ۳۹۲ نجونو په ګډون  ۳۰۴۶ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګيو څخه فارغ او د کانکور ازموینې پروسې ته معرفي شوي دي.

د نجونو له څلورو لېسو سره د اېشیا فونډېشن موسسې د ۳۲۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د لمریزوتختو، بیټریواو برقي وسایلو مرسته کړې ده.

د کلیو او پراختیا ریاست له یو شمېر ودانۍ نه لروونکو ښوونځیو سره د درې میلیونه اته شپیته زره افغانیو په ارزښت   د ۸۰ خیمو مرسته کړې ده.   

د محمدآغې ولسوالۍ ۹۸۳ ښوونکواو د پوهنې کارکوونکو ته د کورونو د جوړولو لپاره د یوې یوې استوګنې نومرې اسناد وېشل شوي دي. 

د بره کي برک ولسوالۍ ۵۵۸ ښوونکواو د پوهنې کارکوونکو ته هم د کورونو د جوړولو لپاره د یوې یوې استوګنې نومرې اسناد ورکړل شوي دي. 

د خوښۍ ولسوالۍ ۲۵۳ ښوونکواو د پوهنې کارکوونکو هم د کورونو د جوړولو لپاره د یوې یوې استوګنې نومرې اسناد تر لاسه کړي دي.

په بلجیم کې میشت یوه افغان محمد منصور څاروان د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د ازرې ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې له پنځو زده کوونکو سره د پنځو نوېو بایسلکونو مرسته کړې ده. 

د کوچیانو په لېسه کې د لومړي ځل لپاره په کمپیوټرونو او ټکنالوژیکي وسایلو سمبال د کمپیوټر زده کړې ښوونیز مرکز فعال شوی.

له لومړي ټولګي نیولې تر دولسم ټولګي پورې(۲۹۱۱۰۵)ټوکه نوي راوړل شوي کتابونه پر زده کوونکو او (۸۴۰۰) ټوکه د ښوونکو د لارښود کتابونه پر ښوونکو ویشل شوي دي.  

له لومړي ټولګي نیولې تر درېیم ټولګي ۲۱۸۹ کیټه  د زده کوونکو د قرطاسیې توکي او ۱۰۹۴ کیټه نور د ښوونکو درسي توکي د پوهنې آمریتونو ته لېږدول شوي دي، چې د روان ژمي پر مهال به وویشل شي.

د ۲۶۸ ښوونځیو زده کوونکو ته (۱۱۶۳۸۱) د چنجیو د له منځه وړلو ګولۍ او دغه راز د نجونو په ۶۹ ښوونځیو له پنځم تر دولسم ټولګي پورې ښځینه زده کوونکو ته (۵۲۰۰۰۰) د ویني کمښت د مخینوي پولیک اسیډ ګولۍ ورکړل شوي دي.

له پنځوسو محلي صنفونو سره  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادرې یونیسف د شاوخوا ۱۱۴ زره امریکایي په ارزښت  د ۶۷ مجهزو خیمو مرسته کړې ده.

د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې یو نیم زر ثمر لرونکي او زینتي نیالګي ګېنول شوي دي.

د راتلونکي کانکور ازموینې پر شاوخوا درې نیم زره داوطلبانو باندې، چې څلور سوه یې نجونې دي د ګډون فورمې تر نوم ثبتونې وروسته وېشل شوي او د کانکور ازموینې پروسې ته معرفي شوي دي.

د یونسکو له لارې نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې ۱۰۰ بیلا بیل کورسونه پرانېستل شوي او ۲۵۰۰ نالوستو کسانو ته دلیک لوست زده کړو زمینه برابره شوې ده.

باید وویل شي، چې د لوګر د پوهنې په برخه کې اوس مهال د نږدې ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۲ پروژې عملي شوي او د دوو نورو پروژو چارې روانې دي.

په یادو پروژو کې ۳ ښوونیزو مرکزونو ته د تدریسي ودانیو جوړول او د ۳۱ نورو ښوونځیو د ترمیم چارې شاملې دي.

یادې ټولې پروژې د ملي ، پوهنې وزارت او د هندوستان هیواد په مالی مرسته پلې شوي ، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۵۷۹۱۰۲۷۹ افغانۍ دي. 

د دغو پروژو په پلې کېدو سره ، له ۳۰ زرو تر ۳۵ زرو پورې زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شوی او هم د پوهنې په برخه کې تر ډېره بریده ستونزې هوارې شوي دي.

په پورته ډول د لوګر د پوهنې ریاست د ۱۳۹۶ ښوونیز کال د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو د راپور سرټکي جوړ او د درنو هیوادوالو او په ځانګړي ډول د لوګر د درنو اوسیدونکو د خبرولو لپاره وړاندې شو.

په درنښت
انجینر محمد اکبر ستانکزی
د لوګر د پوهنې رئیس