Home خانه

د لوگر ولايت ولايتي شورا ريس د ژورې خواشینۍ پیغام

د لوگر ولايت ولايتي شورا ريس د ژورې خواشینۍ پیغام

Mohammad Rafiq Sahebzada 200په ډيره خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د لوګر ولایت د علماوو شورا رئیس او د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا غړی الحاج صاحبزاده محمد رفیق متقي چی مشهور په شیرین آغا او د ادوخیلو صاحبزاده صاحب شیخ المشایخ مرحوم آغا جان صاحب کشر زوی د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انالله وانا الیه راجعون

مولوي صاحبزاده صیب یو واقعي عالم، خادم او همدارنګه یو واقعي مجاهد وو چې د جهاد او د هجرت په وخت کې د مجاهدینو واقعي خدمتونه کړیدي نوموړی همدارنګه د ( مولوي صاحب شفیع الله روغتون ) رئیس په توگه هم نه هیردونکي خدمتونه ترسره کړیدي.
زه مرحوم ته د جنت فردوس او کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته یې د صبر جمیل غوښته کوم.

حسيب الله ستانكزي
د لوګر ولايت د ولايتي شورا ريس