Home خانه

د یو دردیدلي افغان د زړه آه

د یو دردیدلي افغان د زړه آه

sher mohammad stanekzai 200اخ!  نور مې مه وژنه ظالمه! نورڅوک  مې نشته  په کور کې راته پاتي واړه ماشومان دي.

ظالم په خپل ظلم راته پلار، مور او  ورور شهیدان کړل، ماپریږده، چې واخلم دخپلو ماشومانو د ژوند سرپرستي!

شپه او ورځ مې نشته .

راته ژاړي ماشومان وايي، چې موراوپلارمې نشته موږ يې چاته پريښودلو!

نور رانه څه غواړې ظالمه!

لږدومره صبر شه چې په لویدلي تن درته پاڅم، چې دواړه حساب سره وکړو.

اې تور مخې ظالمه! راته ووایه! چې ګناه مې څه ده؟ زما سپین سرې مور او سپین ږیري پلار دې ولې راته شهیدان کړل!؟؟؟

 بس هغه وخت شته چې په تورمخ  او شرمیندلي څیره به هغه ذات  ته  ودریږې، چې هرڅه يې په واک دي.

اې ظالمه! تا دالله عرش په لړزه راوستل، ته دومره سپین سترګې اوبې حیا يې چې دالله مخلوق وژنې!  خیر اوس دهرڅه وکړل ځان ته دې کړي دي، آرمان به يې بیا هلته وکړې، چې ای!  کاش دغه کار مې نه وای کړې!

اې ظالمه! نور دې ظلم بس کړه!

ټول وطن مې دغمونو واویلاوې کوي، هرې لوري ته يې چې ګورې  هدیرې پر سر رپاندي  دګلونو شهیدانو بیرغونه؛

آه !!! دمظلوم اوښکي څوک کړي، پاکې ، څوک نشته په کلي کور کې، ټولو مخه کړې دهدیرو په ایستلو کې.

ډلي ډلي ځوانانو باندې لوونه دي ګډ شوي؛ ناوه کیانې لاتراوسه دتخت له سره ندي ښکته شوي!

آرام  شه نور زړګیه!

دابه څوک د ودریدو توان ولري، دوه ورځې د واده  يې نه وي تیرې شوي. آه  چې ددې نړۍ حورو مخ ته په سفین کفن جنازې کیښودل شي، بیا نو حورې نارې کړي، وايي، آخ ناځوانه مرګیه  لږ به تم شو ي و ې، چې زما دلاسونو نکریزې رنګ تللي وای .

هلته به مې ستا  په رنګینو وینو لاسونه سره کړي وای، چې زما  دلاسونو ښایست  ستا په عطرینو وینو  ترډیره ښکلي او دزړه تسلی به راسره مل وایی.  دابه مې ویل چې که د ژوند هسک چنار مې نشته؛ خو  زما په لاسونو کې یادونه یې تل شته!

بس نور مې مه ژړوه مرګیه! بس نور مې مه ژړوه مرګیه !

لیکونکي : شیرمحمدامیني ستانکزی