Home خانه

د لوګر والي محمد حلیم فدایي د یو هئیت په مشرۍ همدا اوس په چین هیواد کې دی

د لوګر والي محمد حلیم فدایي د یو هئیت په مشرۍ همدا اوس په چین هیواد کې دی

Naser Ghairat 400لوګر والي سره په دغه سفر کې د ولایتي شورا پخوانی اداري هئیت رئیس محمد ناصرغیرت,ولایتي شورا مرستیاله هما احمدي او منشي عدالت عبدالرحیمزی, سولې ولایتي کمیټې مشر مولوي اسدالله حنیف او د ولایت تخنیکي او سکتوري چارو رئیس بهرام ګل بهیر ملګري دي, تر څو د هغه پروژو چې ورسره په تیر سفر کې د چین هیواد لخوا ژمنه شوې وه تعقیب کړي.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

 په یاد سفر کې تراوسه د مختلفو ولایتونو او مختلفو ښارونو څخه لیدنه کړې چې دهغې له جملې څخه اورومچي ، لانزو ، ګانزو ، جیانګسي ، نان چنګ چې د هغې له جملې د جې سي سي کمپنۍ او د مسو کان او د نوروخصوصي کمپنیو څخه لیدنه شویده, همدارنګه پلاوي دګانزو ولایت له والي او دنان چنګ پوهنتون له رئیس او دجیاشي له ښاروال سره له نږدې لیدنه کړې چې له هغوی سره یې دراتلونکې لپاره دلوګر او لوګریانو په مختلفو برخو کې د پروژو او د مس عینک کان دکار دشروع او خصوصاً دمحصلینو لپاره دبورسونوغوښتنې وشوې چې په نږدې راتلونکې کې به یې نتایج شریک شي.

نور جزیات به له سفر وروسته شریک شي...