Home خانه

پل علم ښار کې ځان وژونکي برید ۱۱ تنه ټپیان کړل

پل علم ښار کې ځان وژونکي برید ۱۱ تنه ټپیان کړل

پل علم، د لیندۍ ۷مه ۱۳۹۶ل

Logar Bomb 400 د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې پل علم ښار کې د ځان وژونکي برید له امله ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د والي ویاند سلیم صالح د سه شنبې په ورځ وویل چې، پیښه له غرمې وړاندې لس نیمې بجې، په پل علم ښار کې د بره کي برک او پادخواب شانې اډې ته څیرمه هغه مهال را منځ ته شوه، کله چې د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر له یادې سیمې د تیریدو په حال کې وو.
صالح وایي، چې د امنیت آمر سمونوال محمد ایوب وردګ له یادې پیښې روغ وتلی، خو زیاتوي چې د ځان وژونکي برید له کبله ۱۱ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

همدارنګه د نائب امین الله خان ولایتي روغتون رئیس ډاکټر عاشق الله مجیدي وویل چې، له دغې پیښې څخه دوی ته ۱۱ تنه ملکي وګړي ور وړل شوي وو، چې په خبره یې ۹ تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړې دي.
مجیدي وایي، چې د دوه تنو ولسي وګړو روغتیایي وضعیت ښه نه وو او د نورې درملنې په موخه یې پلازمینې کابل ته لیږدولې دي.
هغه وویل چې، په یادو ټپیانو کې یوه اته کلنه انجلۍ او یو سپین ږیری سړی هم شامل دي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
دغه راز د لوګر امنیې قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي وویل چې، ځان وژونکي په خپل ځان پورې، ماین تړلی وو او غوښتل یې چې نامعلوم لوري ته یې ولیږدوي، د احمدزي په وینا یادې موخې ته له رسیدو وړاندې یې چاودنه کړې او په خپله هغه په کې ووژل شو.
د امنیې قومندانۍ ویاند هم وایي، چې په دغه پیښه کې ۱۱ تنه ولسي وګړي ټپیان شوې دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د یادې پیښې په تړاو تردې دمه څه نه دي ویلي.
پل علم ښار کې یاده پیښه داسې مهال را منځ ته کیږي چې، د زینو کتونکو په اند له میاشتو را هیسې یاد ښار له نسبي امنیت څخه برخمن وو.
خو عام وګړي بیا اندیښمن دي او وایي، چې د داډول پیښو په رامنځ ته کیدو سره، ډیرکله هغوی ته مرګ ژوبله اوړي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه دې، پل علم ښار کې د ډاډ من امنیتي چاپیریال په را منځ ته کیدو کې خپلې هلې ځلې ډیرې کړي.