Home خانه

د لوګر د یوه ښوونځي له زده کوونکو سره د بایسکلونو مرسته وشوه

د لوګر د یوه ښوونځي له زده کوونکو سره د بایسکلونو مرسته وشوه

Logar Baycykel 400 د لوګر د ازرې په ولسوالۍ پورې اړوند د کرنې مسلکي لېسې له پنځو زده کوونکو سره د نوېو بایسلکونو مرسته وشوه.
دغه مرسته په بلجیم هیواد کې میشت یوه افغان ښاغلي محمد منصور څاروان وکړه، چې شاوخوا ۳۵ زره افغانۍ ارزښت لري.
نوموړي افغان له یادو زده کوونکو سره د بایسکلونو مرسته تر هغه وروسته وکړه،چې د لوګر د آزادو ژورنالستانو د ټولنې رئیس او د زینت راډیو مشر نور الله ستانکزي د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې له یوې لېرې پرتې سیمې څخه ښوونځي ته د نوموړو زده کوونکو د پښو تګ انځورونه خپاره کړي وه.

 د کرنې مسلکي لېسې یاد زده کوونکي هره ورځ له یوې لېرې پرتې سیمې څخه خپل ښوونځي ته پر پښو تګ کوي، چې له دې وروسته پر مرسته شویو بایسکلونو ښوونځي ته ولاړ شي.

د ستانکزی لیکنه