Home خانه

د لوګر ولایتي شورا د اداري پلاوي کلنۍ ټاکنې ترسره شوې

د لوګر ولایتي شورا د اداري پلاوي کلنۍ ټاکنې ترسره شوې

پل علم/ د لړم ۲۷مه ‍۱۳۹۶

Logar Shura 400 د لوګر ولایتي شورا د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه کلنۍ ټاکنې ترسره شوې.
په هغه غونډه کې، چې د شنبې په ورځ د ولایتي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د مدني ټولنې غړو، ژورنالیستانو او په لوګر کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤلینو ګډون کړی وو؛ چې په پایله کې یې، حسیب الله ستانکزی د رئیس، ډاکټر عبدالولي وکیل د مرستیال او عدالت عمر عبدالرحیمزی د منشي په توګه و ټاکل شول.
د لوګر د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مسؤلینو په خبره، یادې ټاکنې یې د ځانګړي طرزالعمل له مخې ترسره کړې چې په وینایې د ریاست څوکۍ لپاره سیدقریب الله سادات او حسیب الله ستانکزی نوماند ول چې قریب الله سادات و نه شو کولای یادې څوکۍ ته لاره پیداکړي.

همدارنګه د مرستیالۍ څوکۍ لپاره محمد ناصر غیرت او عبدالولي وکیل نوماندان ول چې محمد ناصر غیرت ونه شو کولای دغې څوکۍ ته لار ومومي.
دغه راز د منشي توب څوکۍ لپاره، هما احمدي او عدالت عبدالرحیمزی نوماندان ول چې هُما احمدي ونه شو کړای بریالۍ شي او د منشي توب څوکۍ ترلاسه کړي.
د لوګر د ولایتي شورا نوي رئیس حسیب الله ستانکزي خبریالانو ته وویل چې، یادې ټاکنې د هیڅ کوم لوري له فشار پرته په ښه بڼه ترسره شوې او زیاته یې کړه چې، د لوګري ولس د حقه حقونو د لاسته راوړلو په برخه کې به له نورو وکیلانو سره په همغږۍ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.
د لوګر مرستیال والي قمر الدین شکیب د پخواني اداري هئیت کړنې وستایلې او نوي ټیم ته یې په چاروکې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې، په تیره یو کلنه دوره کې محمد ناصر غیرت د رئیس، هما احمدي د مرستیالې او عدالت عبدالرحمیزی د منشي په توګه ټاکل شوي وو.