Home خانه

لوګر کې د یوه ښوونځي درې زده کوونکي شهیدان شوي

لوګر کې د یوه ښوونځي درې زده کوونکي شهیدان شوي

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبې د تلې ۲۳ مه

logar mapp 200د لوګر د څرخ ولسوالۍ د شیخ عمر د منځني ښوونځي درې تنه زده کوونکي د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله شهیدان شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه پېښه پرون مازدیګر مهال شاوخوا ۴ بجې د یادې ولسوالۍ د خواجه اسمعیل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
عرب زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د محمد نعیم ، محب الله او نقیب الله په نومونو د یاد ښوونځي د شپږم ټولګي درې تنه زده کوونکي په شهادت رسیدلي ، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
عرب وویل، چې چاوېدلې د هاوان مرمۍ د ځمکې پر سر پرته وه او د زده کوونکو د لوبو پر مهال یې چاودنه کړې ده.

هغه وایي، چې د لوګر د پوهنې ریاست پر یادې غمناکې پېښې خپله ژوره خواشیني ښیي او د لوی (ج) له درباره شهیدانو ته فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.