Home خانه

لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو

لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو

پل علم دلوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتردوشنبې د تله ۱۷ مه

Wallebal Logar 400د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د بیلا بیلو ښوونځیو د هلکانو زده کوونکو تر منځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه سیالۍ د بدنې،روزنې او سپورت مدیریت له لوري د کرنې مسلکي په لوبغاړې کې پیل شوي، چې اته ورځې وخت به دوام وکړي. 
عرب زیاته کړه، چې په دې سیالیو کې د یوه انستیتوت او یوه دارالعلوم په ګډون د ۸ ښوونځیو د والیبال ۹ لوبډلو او ۹۶ لوبغاړو برخه اخیستې ده. 

عرب وایي، چې د نوموړو سیالیو د جوړولو موخه د ښوونځیو په کچه د والیبال د غوره لوبډلو معلومول او ټاکل دي،چې ورته پوره ورزشي اسانتیاوې هم برابرې شوي. 
هغه وویل، چې د لوګر د پوهنې ریاست له دې مخکې هم په ځینو نورو ښوونځیو کې ورته سیالۍ جوړې کړې دي.