Home خانه

د بي بي آمنې په لېسه کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

د بي بي آمنې په لېسه کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبې د تله ۱۵ مه

Logar Ruz Malem 400د لوګر په مرکز پورې اړوند د بي بي آمنې د نجونو په لېسه کې د ښوونکي نړېواله ورځ د یوې غونډې په ترڅکې ولمانځل شوه.
د بي بي آمنې د نجونو لېسې د ښوونکو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې تدریسي مرستیالې مینه سادات، د نظارت آمر فضل عمر وزیري، د دې لېسې مدیرې نفیسه بها ، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د قرآن کریم له تلاوت او د زده کوونکو له خوا د ملي سرود تر ویلو وروسته تدریسي مرستیالې مینه سادات د ښوونکي د نړېوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي را لېږل شوی پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوسته.

د یاد پیغام تر لوستلو وروسته د نوموړې لېسې مدیرې او یو شمېر ښوونکو خبرې وکړې او ټولو ښوونکو ته یې د یادې ورځې مبارکي وویله.
په یاده نمانځغونډه کې د یادې لېسې ۱۰ تنه ښوونکې د پوهنې وزارت او ولایت مقام په امتیازي تقدیرنامو هم وستایل شوې.
یاده غونډه د ښوونکي د مقام په درناوي د زده کوونکو د مقالو، ترانو او تمثیلي ټوټو په وړاندې کولو سره پای ورسېده.