Home خانه

لوګر کې د بریښنا د زیرمې د ودانۍ او د پایو کېنولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

لوګر کې د بریښنا د زیرمې د ودانۍ او د پایو کېنولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

(چنګاښ ۱۵)

Logar Breshna 200د لوګر ولایت د پل علم ښار اړوند د مامورینو ښارګوټي په سیمه کې د آسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا د ډېپو ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.دغه ودانۍ چې په ۴۶۰۰ متره مربع ساحه کې یې د رغونې چارې پیل شوې پکې به یوه د دفتر خونه ، د اوسېدو یوه خونه ، د ساتونکو لپاره یوه خونه ، تشنابونه او یوه اوسپنیزه خونه ولري چې د ۱۳۰۰۰ کورونو لپاره د برېښنا رسولو لپاره به تر یو سل او څلوېښتو ترانسپمره له ځان سره ولري او د ودانۍ د بشپپړېدو چارې به په دوه کلونو کې پای ته ورسېږي.

همدارنګه په همدغه سیمه کې د برښنا شرکت ۲۰ کیلو ولټه پروژې لپاره د ۴،۳ کیلو مترو په اوږدوالي د برېښنا د پایو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ټولیز لګښت یې ۴،۵ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.د دواړو پروژو د بنسټ ډبره د لوګر ولایت مرستیال والي قمرالدین شکېب کېښوده چې ورسره د برېښنا شرکت غړو هم برخه واخسته.شکېب د دواړو پروژو د کارونو پیل یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او خوښي يې څرګنده کړه چې نن د لوګروالو د کورونو د روښانه کېدو لپاره د ډېپو د ودانۍ او د پایو د لګولو د بنسټ ډبرې کېښودلو شاهدان یو. ده په خلکو غږ وکړ چې د آبادی او سوکالۍ لپاره له امنیتي ځواکونو سره همغږي وکړي تر څو یې سیمه په امن او پروژې یې په بریالیتوب سره بشپړې شي.

 Logar Breshna 1 380

Logar Breshna 2 380

Logar Breshna 3 380