Home خانه

په لوګر کې ممتازې زده کوونکې وستایل شوې

په لوګر کې ممتازې زده کوونکې وستایل شوې

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبه د چنګاښ ۱۴ مه

Logar Maref 200په لوګر ولایت کې د نجونو ښوونځیو هغه زده کوونکې وستایل شوې، چې د کانکور په آزمایښتي ازموینه کې یې لوړې نمرې اخېستې وې. 
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې تدریسي مرستیالې مینه سادات، د مکین خصوصي انستیتوت مسوول محمد داود هاشمي، د القلم د خصوصي ښوونځي مدیر محمد شفیق منیب د نجونو ښوونځیو مدیرانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې شل ورځې مخکې د مکین خصوصي انستیتوت د نجونو په یو شمېر لېسو کې له ۶۶ زده کوونکو څخه د کانکور آزمایښتي سیالۍ ازموینه اخیستې وه.
عرب زیلته کړه، چې په دې آزمایښتي سیالۍ کې د بي بي آمنې د نجونو لېسې درېیو زده کوونکو رانیه لومړۍ، زهرا دویم او سمیه درېیم مقامونه ګټلي دي. 
عرب وویل، چې د دغې غونډې په پای کې د مکین خصوصي انستیتوت له خوا پر اول، دویم، درېیم نومره او دغه راز په ۸ تنونورو بریالیو زده کوونکو ستاینلیکونه او جایزې وویشل شول. 
هغه وایي، چې په لوګرکې له دې مخکې هم د ښوونځیو د زده کوونکو د تشویق په خاطر ورته غونډې جوړې شوي دي.

Logar Maref 1 380

Logar Maref 2 380

Logar Maref 3 380

Logar Maref 4 380

Logar Maref 5 380

Logar Maref 6 380

محمد شاپورعرب