Home خانه

د لوګر محبس له بندیانو سره مرسته وشوه

د لوګر محبس له بندیانو سره مرسته وشوه

Mahbas Logar 200د لوګر ولایت په محبس کې له شته ۱۴۸ تنو زندانیانو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وشوه.
د دغو مرسته شویو موادو د ویشلو په مراسمو کې، چې پرون د کوچني اختر په لومړي ورځ په یاد محبس کې جوړه شوې وه والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا غړو او ځینو نورو محلي چارواکو ګډون کړی و.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي د الحاج محمد شاه پیمان د یادې مرستې ستاینه وکړه او دا یې له زندانیانو سره د هغه ستره خواخوږي وبلله . ...
یاده مرسته د کوچني اختر په ویاړ په سویډن کې میشت د لوګر یوه اوسیدونکي ښاغلي الحاج محمد شاه پیمان وکړه ، چې ټول ۷۴ زره افغانۍ ارزښت لري.

ددی غونډی انځورونه دلته کتلی شۍ!

په دې مرسته کې د یاد محبس له ۱۴۸ تنو بندیانو سره مرسته وشوه، چې هر بندي ته یوه جوړه جامې او یو شمېر خوراکي توکي ورکړل شول.
ښاغلی الحاج محمد شاه پیمان د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي اوسیدونکی دی، چې اوس مهال په سویډن کې اوسیږي.
هغه په خپلو شخصي پیسو یو شمېر ښوونځیو او جوماتونو ته د اوبو څښلو لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او هم یې له بې وزلو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي موادو مرستې کړي دي.

Bandihai Logar 1 380Bandihai Logar 2 380Bandihai Logar 3 380Bandihai Logar 4 380Bandihai Logar 5 380Bandihai Logar 6 380Bandihai Logar 7 380Bandihai Logar 8 380Bandihai Logar 9 380Bandihai Logar 10 380Bandihai Logar 11 380

محمد شاپور عرب