Home خانه

!د نیکمرغه کوچني اختر په مناسب دمبارکۍ پیغام

د نیکمرغه کوچني اختر په مناسب دمبارکۍ پیغام!

Sher Mohammad Stanekzai 200د نیکمرغه کوچني اختر درارسیدو له امله ، دنړۍ ټولومسلمانانو، خپلو ګرانو هیوادوالو اوپه ځانګړې توګه دلوګر ولایت  میړني، اتل، مجاهدپال او  فرهنګپال ولس ته د زړه له تلَ مبارکي وایم.  هیله ده، چې زموږ ګران  هیوادوال دغه نیکمرغه کوچنی  اختر په یوالې، اخوت،  خوښي او په افغاني مینه سره ولمانځي؛ یوبل ته د یوالي لاسونه ورکړي، چا سره چې مخکې دښمني، عداوت او کینه درلوده،  هغه دې  شاته وغورزوي او په  خلاصه غیږه دې ورسره پخلا او د وروري فضاء رامنځته کړي.

 

دالله تعالی لوی دربار ته لاسونه لپه کوم، چې ددې بختوراختر په برکت دافغانستان په مظلوم اوکړیدلې ولس باندې نور  ورحمیږي، په هیواد کې  امنیت  او سوله راولي، نور د وژنو، وینو تویونو او نفاق خپرولو لړۍ څخه افغانانو ته خلاصون ورپه برخه کړي.  دسپیڅلي رب منان له  درباره نه  غوښتنه کوم، چې زمونږ دمسلمانانو روژې، تراویح، دسپیڅلې قران ختمونه،صدقې، خیراتونه اوزکاتونه په خپل دربار کې قبول اومنظور وګرزوي.

همدارنګه د روژې په مبارکه میاشت کې زموږ ګڼ شمیر هیوادوال په بیلابیلو حملوکې خپل ژوند له لاسه ورکړل، شهیدان او ټپیان شول، الله تعالی دې دشهیدانو پاتې کورنۍ ته دزړه صبر او ټپیانو ته عاجله روغتیا ورپه برخه کړي او په افغانستان کې نور دغه شته ناخوالې ددې کوچني اختر په برکت له منځه ولاړې شي.

یوځل بیا دنیکمرغه کوچني اخترمبارکي تاسو ټولومیړنو، زړورو، وطنپالو، شمله ورو او دردیدلو افغانانو  ته وایم. اخترموبختور شه!

په درنښت

شیـــرمـحـمـد امیني « ستانکزی»